د پارلمان لومړی مرستیال له نویو نوماند وزیرانو نه په پیسو غوښتلو تورن شوی

د نمایندګانو د مجلس یو شمیر غړو د پارلمان لومړی مرستیال ظاهر قدیر تورن کړی چې له نویو نوماند وزیرانو څخه یې د اعتماد رایې ورکولو  په بدل کې د پيسو غوښتنه کړې.

د کاپیسا ولایت دخلګو نماینده اقبال صافي نن له غرمې مخکې د نمایندګانو په مجلس کې  په ښکاره توګه وویل، ظاهر قدیر  یو شمیر نوي نوماند وزیران راغونډ کړي وو او له هغوی نه یې داعتماد رایي ورکولو په بدل کې دپیسو غوښتنه کړې،نوموړی وايي، کله چې نوی نوماند وزیران د مجلس ځای ته ننوتل له ټولو نه یې ټلیفونونه واخیستل ترڅو دمجلس په جریان کې د نوموړي خبري ثبت نشي او یا هم تصویر وانه خیستل شي.

خو ظاهر قدیر رسنیو ته په خپلو خبرو کې په نوموړي باندي لګیدلي تورونه په کلکه رد کړي او دا یې دځان په وړاندي دخپلو مخالفینوله لوري  یوه پلان شوې دسیسه بللې.

ویل کیږي ظاهر قدیر دهغې پارلماني ډلې  رئیس دي چې د (سولې کاروان) په نوم یادیږي، ولی یو شمیر هغه نماینده ګان چې نومونه یې د یاد ګروپ په نوملړ کې شامل دي خو په ګروپ کې له خپل غړیتونه نه دي خبر، نمایندګان وايي ښاغلی قدیر په دې ډول دهغوئ له غړیتوبه بده استفاده کوي.

اقبال صافي، د ښاغلي قدیر دا ډول کړنه  د اولس دکور بې عزتي بللې.

له بلې خو د نویو نوماند وزیرانو د کمپاین مسولینورسنیو ته ویلي چې یو شمیر وکیلانو د اعتماد رایي ورکولو په بدل کې ترې دپيسو غوښتنه کړې، د کمپاین مسولینو ايي وکیلانو له پنځه زره ډالره نیولي بیا تر ۲۰ زره ډالرو پوري غوښتنې ترې کړې. د کمپاین مسولین چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي ، په تیره دوره کې یو شمیر نوماندان چې وکیلانو ته د اعتماد رایي اخیستو په بدل کې یې د پيسو ورکولو ممانعت کاوه، ونه توانیدل چې د وکیلانو د اعتماد رایي ترلاسه کړي

د کابیني پاته ۱۶ نوی نوماند وزیران دوې اوونۍ وړاندې پارلمان ته ور پيژندل شوي ترڅو د اعتماد رایي ترلاسه کړي

دفاع وزارت نوماند وزیر افضل لودین چې تیره ورځ یې نوم په لیست کې وو، د ملی وحدت دحکومت د مشرانو د اختلاف له امله نن له خپلې نوماندي تیرشو،نوموړي ویلي، نه غواړي چې وجود یې دحکومت د چارواکو ترمنځ د اختلاف سبب شي.

 احمد بشار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button