له غصبه د ځمکو د مخنیوي کمېسیون: په ټول هیواد کې سلګونه زره جریبه ځمکه مو له غصبه راګرځولې ده

عزم(شنبه، وري ۱۹مه، ۱۴۰۲): له غصبه د ځمکو د مخنیوي کمېسیون ادعا کوي چې په ټول هیواد کې یې تر ۵۰۰ زره جریبه ځمکه راګرځولې او بېرته یې د دولت برخه ګرځولې ده.
د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ویاند وايي، یوازې په کابل کې تر ۱۶۰۰ جریبه ډېره ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده.
د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ویاند عبدالحمید جهادیار وايي: ((په دغو ځمکو کې نږدي ۵۰۰ زره جریبه ځمکه په مجموعي ډول مسترده شوې چې له دې ډلې يې ۱۶۴۹ جریبه ځمکه په کابل ښار کې له غصب څخه راګرځول شوې او لا هم څېړنې روانې دي.))
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د اسلامي امارت دا اقدام ستایي او هیله کوي چې د استرداد کمېسیون له ټولو غاصبینو بېرته ځمکې راوګرځي او د دولت برخه دې وګرځوي.
د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال په نیمايي کې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان پر اساس جوړ شو، چې موخه يې د ځمکو د غصب مخنیوی او بېرته دولت ته راګرځول دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button