«دمجاهدینو په اعدامولو کې ښکېلي ادارې به لومړني نظامي اهداف وي »

عزم (یکشنبه، غويي ۱۹مه ۱۳۹۵ل):طالبانو دخپلو ۶تنو ملګرو اعدام ته سخت غبرګون ښودلی او ګواښ یې کړی چې په اعدامونو کې ښکېلي ادارې به دخپلو لومړنیو نظامي اهدافو په توګه په نښه کړي
نن د ملي وحدت حکومت شپږ تنه د دوی په وینا ترهګریزتو کړنو په تور اعدام کړل داعدام شویو کسانو نوم لړ په لاندي ډول دی

۱- خان اغا چې مشهور په عبدالرحمن دی.

۲- حمید الله

۳- محمد اسماعیل

۴- حجت الله .

۵- محمد عثمان.

۶- اکمل

په کابل کې دملي امنیت په لسم ریاست له خونړي برید وروسته چې دریاست سلګونه کارکونکو ته پکې مرګ ژوبله واوښته دملي وحدت حکومت مشر اشرف غني ملي شورا ته په وینا کې وویل چې په اعدام محکوم شوي طالبان به اعداموي .

که څه هم دبښني نړیوال سازمان دکابل له حکومت څخه وغوښتل چې اعدامونه دي کوي دغه راز تر اعدام وړاندي طالبانو هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې که ددوی ملګري اعدام شي عدلي او قضایي ارګانونو ته به بد عواقب ولري . خو دادی داشرف غني به مشري دکابل حکومت شپږ تنه طالب بندیان اعدام کړل

طالبانو په وروستي اعلامیه کې هم دسختو بریدونو ګواښ کړی دی ذبیح الله مجاهد ویلي
« اوس به  ان شاءالله مجاهدین د دښمن ټولې هغه ښکيلې ادارې د خپلو لومړنیو نظامي اهدافو په پلان کې داخلوي چې دمحبوسینو د شهادت سبب ګرځيدلي دي، دوی به یو هم د آرام ساه وانخلي اونه به يې هم اړوندان په اطمنان سره ژوند وشي کړای.

موږ له دښمن څخه د انتقام اخيستلو لپاره په زرګونه مجهزفدايي مجاهدین لرو، موږ به خپل وار هيڅکله هم پرې نږدو.»

دکابل حکومت دطالبانو وروستي ګواښ ته څه غبرګون نه دی ښودلی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button