د بلخ ولایت په بېلابېلو برخو کې شاوخو اووه تنه نیول شوي دي
عزم(یکشنبه، ۱۷مه، ۱۴۰۲): د بلخ د امنیې قومندانۍ خبر ورکوي چې د یاد ولایت امنیتي منسوبینو شاوخوا ۷ تنه د مرکز مزارشریف په ګډون په بېلابېلو برخو کې نیولي دي.
د دغه ولایت په مرکز مزارشریف، شور تپه، بلخ، شولګر او چهارکنت ولسواليو کې ٧ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیری خبریالانو ته ويلي چې په مرکز مزارشريف سربېره، شور تپه، بلخ، شولګر او چهارکنت ولسواليو کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو په تېرو دوه ورځو کې ٧ تنه د غلا، اخلاقي فساد او قتل په تور نیولي دي.
وزیري زیاته کړه، چې له نیول شویو کسانو سره دوه سیټه مبایلونه او یوه اندازه نغدې پیسې هم نیول شوې دي.
د نوموړي په وینا، د نیول شويو کسانو دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.