د لغمان ښاروالۍ په مرکز مهترلام کې یو شمېر پراختیايي پروژې پلي کوي

عزم(یکشنبه، ۱۷مه، ۱۴۰۲): د لغمان ښاروالۍ له لوري د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۳ میلیونو او ٦٠٠ زره افغانیو په لګښت د پنځو پراختيايي پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
د دغو پروژو د پیل په مراسمو کې د لغمان والي قاري زین العابدین عابد وویل چې په یادو پروژو ۳ میلیونه او ۶٠٠ زره افغانۍ لګښت راځي. د ښآغلي عابد په وینا چې په دې شمېر پراختیايي پروژوکي د موټرو تم ځای، پلچکونه، پلې لارې، د ویالو سنګ کاري او د فاتحه خوانۍ خونې او یو شمير نوري د بیا رغونې چارې پکې شاملې دي.
د والي په وینا چې د دې پروژو کارونه به د پینځو میاشتو په موده کې بشپړ شي چې ۲۵۰ کاریګرو ته به پکې د کار زمینه هم برابره شي.
قاري عابد د پروژې له تطبیق کوونکي شرکت او مهترلام ښاروالۍ ته سپارښتنې وکړې چې د پروژې په پلې کولو کې پوره دقت وکړي او پر وخت یې کارونه بشپړ کړي.
ورته مهال د مهترلام ښاروال مولوي رحمت الله شهامت وویل چې د دې پروژو بشپړتیا به تر نیم کال لږ وخت ونیسي او نږدې تر دووه سوو ډېرو وزګارو کارګرو ته به پکې د کار زمینه هم برابره شي.
شهامت زیاته کړه، چې د دغو پروژو سربېره مهترلام ښاروالۍ په پام کې لري دې ته ورته نورې پروژې هم پلې کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button