پیسه دوست
وايي دتركیې مشهورطنز ليكوونكي عزيز نسين په یو پارك كې ناست و. يوتن راغى او ورته يې وويل:
– زه پوهيږم چې ته دتركیې ډير لوي شخصيت يې، خو خبر شوى يم چى تاسو يو بل ډير بد عادت هم لرئ او هغه دادى چې ډير پيسه دوسته يې.
عزيزنسين ورته وويل :
نوبيا ته د څه شي سره زياته مینه او لېوالتیا لرې؟
هغه ورته وويل:
زه له انسانیت او شرافت سره.
عزيز نسين ورته په خندا وويل :
– بس هرڅوك چى څه نه لري، دهمغو په لټه كې وي.