په ميانمار کې مظلوم چيغې وهي/حريتمل

مشفق حريت مل
په ميانمار کې مظلوم چيغې وهي
په ميانمار کې دردونکي او غمجنې صحنې
په ميانمار کې انتها دظلم
په ميانمار کې د مظلوم فرياد څوک نه اوري اوس
په ميانمار کې وحشتونو تسلسل موندلی
او مسلمان په کې وهې د مظلوميت کوکارې
نړۍ کافره نړۍ
نړۍ ظالمه نړۍ
نړۍ اوس نه اوري فرياد دبشر
نړۍ يو ازې دکافر په شور غوغا جوړوي
له معمولي پېښې نه بو جوړ کړي بلا جوړوي
نړۍ بس يو سور کافر انسان بشر ښکاري
په ميانمار کې مظلوم چيغې وهي
په ميانمار کې پرون هم داسې بلوا جوړه وه
چې د مظلوم په خونه سمه کربلا جوړه وه
هغوی د ژوند په ډیره سخته دائره کې اوسي
هلته قيامت ده هلته ژوند دمسلمان نارام
هلته هندوانو بودايانو داسې څه وکړل چې
په تاريخ د جنايت کې يې بيلګې نشته
هلته له مور نه هم سرپرې شو دبچي په مخ کې
هلته ماشوم هم د اسلام په جرم ووژل شو
هلته ځوانان دځوانۍ خوند او مستي ونه ليده
هلته سړيو دخپل حال کراري ونه ليده
هلته سپين ږيري له تور ږيرو مخکې ووژل شول
هلته انسان نه په ژوندون غوږ پوزه سر پرې شول
هلته انسان نه لاس او پښه زړه او ځيګر پرې شول
هلته انسان باندې هندوانو قصابي وکړله
هلته وحشت هلته ظلمونو پاچاهي وکړله
خو…
زموږ تر وسه بل څه پاتې نه دي
يوازې داچې
(ميانماره ستا په غم موږ در شريک يو)
خو دا شعار هسې شعار دی همدردي نه ده
له مسلمان سره له زړه نه خواخوږي نه ده
دبرما انځور
زه دبرما د انځورو دخپريدو مخالف
زه د برما وحشتو د خپريد مخالف
ځکه چې مور خور او ادې د برما
چې دي هغوی مسلمانان زه مسلمان نه يم؟
ولې ددوی په دې حالت به پريشان نه يم؟
ای زه له درده درته کړيکې وهم
هوس،مستي او خوښي نه پېژنم
راشه له زړه نه مې لږ ځان خبر کړه
هسې ټاپې راباندې مه لګوه
زه دبرما د انځورو مخالف
خدايه هغه ساعت راومه ولې خو
که چېرته زما حيا عزت او ابرو
سره او وحشي کفار بې پته کړي نو
زه يې انځور فيسبوک ته نه خېژوم
زه به دخپلې اوږې سپين څادر پرې خپور کړمه او
پرده پرده به يې کړم
لوڅ بدن به يې پټ کړمه او
له انځورونو نه يې سل کرته ډډه کوم
له خپرېدو څخه يې زر کرته ډډه کوم
ځکه کافر غواړي چې
د سوځيدلي ټوټه شوي قران
د وژل شوي تعذيب شوي او شهيد مسلمان
دا انځورونه ډیر تر ډيره کړي نړۍ کې خپاره
او په دې باندې مسلمان ته اذيت ورکړي
او که ته وايي چې په دې به دا ويده مسلمانان راويش کړې؟
نه نه زه فکر نکړم
ځکه په نن نړۍ کې هيڅوک هم ويده نشته دي
ټول خلک ويښ دي
خو څوک تيروځي په دې نړۍ کې
څوک دهغې نړۍ له غمه دلته ځان جوړ کړي
او ځان نه سم دم مجاهد او مسلمان جوړ کړي
ای ته څه وايي؟
ستا دا خوښه ده چې
خدای مه کړه
کافر او ستمګر خلک
ستا په پتمنې خور تيری وکړي
بې پته يې کړي
خدای مه کړه
ستا د خور پړونی له سر وغورځيږي
او ……………….
نو بيا به ته څه کوې
بيا به يې واخلې انځورونه تماشه به يې وکړې؟
او خپل فيسبوک ته به يې پورته کړې ته ؟
نو ستا ځواب خامخا
نه نه نه وي
نو چې نه
راځه تېر شه دهغو له انځورونو
دبرما مسلمانان زمونږه ورورنه
برما مسلمانانې زموږ خويندې
د کشمير دفلسطين او سوريې مظلومان
زموږ دبدن غړي دي
دنړۍ هر مسلمان لکه يو لاس
چې يې رسيږي هرې ګوتې ته درد
درد احساس کيږي
درد احساس کيږي.
يادونه:که څه هم د ازاد نظم اصول مې نه دي مراعت کړي مګر ما درد ليکلی دی که چېرته له کومې پيچلتيا او ناروانتيا سره مخ شوئ هيله ده عذر مې ومنئ.
زړه کې مې دغم او د دردونو کېسې ډيرې دي
هسې په خوله مسک يم وايم درد مې زړه راونه چوي