طالبان : سیاسي دفتر مو  دټولو سیاسي چارو پوره واک او صلاحیت لري

 

د طالبانو له لوري په نشر شوې تازه اعلامیه کې راغلي چې له دې وروسته دسیاسي چارو ټول واک ددوی سیاسي دفتر ته سپارل شوی دی

دوی سیاسي دفتر ته دسیاسي چارو دټول واک سپارل  دخپلو چارو دښه سمون او پرمختګ لپاره دتغیراتو دلړۍ هغه برخه ګڼلې چې په وینا یې «داسلامي تحریک »له پيله بیا ترننه په ټولو ادارو کې معمول ده

باید ووایو چې دطالبانو سیاسي دفتر په دوه زره نهم کال کې دطالبانو دمشر ملامحمد عمر له خوا رامنځ ته شو ترڅو دافغانستان دموضوع په هکله له نړیوالو سره د افهام او تفهیم له لاري کار ورڅخه واخلي

طالبانو ویلي چې له دې وروسته د«اسلامي امارت» دټولو خارجي او داخلي سیاسي چارو مسؤلیت یواځي د«اسلامي امارت» سیاسي دفتر ته سپارل شوی دی

دطالبانو سیاسي دفتر  د دوه زره دوولسم کال په اوږدو کې په قطر هیواد کې رسماً پرانستل شو چې وروسته دبیرغ او لوحې په سر درامنځ ته شوي کړکيچ له امله وتړل شو

ویل کېږي چې تر دې وړاندي سیاسي دفتر دطالبانو دمشر ملامحمد عمر (مجاهد) تر لارښودني لاندي خپل کارونه پر مخ بیول چې اوس یې دټولو سیاسي چارو  صلاحیت سیاسي دفتر ته ورکړی دی ور کړی دی

دطالبانو دسیاسي دفتر غړي وخت ناوخت بېلابېلو هیوادونو ته سفرونه کوي چې په دې وروستیو کې دوه ځله ناروې او یوځل ایران ته سفرونه درلودل

تېره ورځ ځينو رسینو خبرونه خپاره کړل چې دافغانستان ددولت او طالبانو ترمنځ په اسلام آباد کې لومړۍ ناسته کیږي
طالبانو او یاهم دولت تراوسه په اسلام آباد کې دناستي په اړه څه غبرګون نه دی څرګند کړی

جاوید احمد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button