هرات کي ترافيکي پېښي ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوړولې

دهرات – اسلام قلعه په لويه لاره دیوې ترافیکي پيښي په ترڅ کي ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دهرات روغتون دبيړنۍ برخي مسوول عزيزالرحمن جامی ویلي، چي دغه پېښه نن غرمه مهال شاوخوا ۱۱ بجې رامنځ ته شوې ده.
دهرات دروغتون ډاکټرانو ویلي، چي دوی ته له پيښي ددرې تنو جسدونه او څلور ټپيان ور وړل شوي دي.
دټپيانو روغتیايي وضعیت ښه ښودل شوی دی.
دهرات چارواکو ویلي، چي دغه ټېلر له هرات څخه داسلام قعله په لوري روان وو، چي په لاره کي چپه شوی دی.
عزیز الرحمن جامي ویلي، چي پېښه دټېلرچلونکي دبې احتیاطي له امله رامنځ ته شوې ده.
دیادوني وړ ده، چي تیره میاشت په هرات ولایت کي دیوې ترافیکي پېښي په ترڅ کي دوه زندانیان او یو پولیس ووژل شو او یوشمېر نور ټپيان شول.
عادل خپلواک