بدخشان کي سيلابونو یو تن وژلی، لسګونه کورونه یې نړولي

دبدخشان په شهدا ولسوالۍ کي سیلابونو یو تن وژلی او ۸۰ کورونه یې نړولي دي.
له طبعي پيښوسره دمبارزې رئيس محب الله همایون ویلي، چي دګرمي هوا له امله سيلابونه راوتلي دي، چي دشهدا ولسوالۍ په ايونیک کلي کي یې ۸۰ کورونه نړولي دي.
دهمایون په خبره، چي که دغه سيلابونه همداسي دوام وکړي، نور کورونه به هم ونړوي.
ویل کیږي، چي دسلابونو په ترڅ کي یو تن وژل شوی دی.
دسيمي اوسیدونکو ویلي، چي سيلابونو ګڼ مالي زیانونه ورته اړولي او دکورونو  ټول اړین توکي یې سيلاب وړي دي.
دایونیک دکلي اوسیدونکي وايي، چي دتیرو دوو ورځو سيلابونو ګڼ شمېر کورنۍ اړ کړي، چي له سیمي ووځي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button