ګوګل خپله چلیدونکی موټر جوړ کړی

ګوګل کمپنۍ یو داسي موټر تیار کړی چې ډرایور (چلوونکي) ته اړتیا نلري ، او پخپله چلیږي ،
د کمپنۍ انجنیران وایي چې دا موټر یې په ۲۰۰۹م کال کې ایجاد کړی ، خو تراوسه یې لا د ازموینی مراحل پای ته نه دي رسیدلي ، دوی وایی اوسمهال یې امریکا ته روان کړی ترڅو وګوري ، دا موټر په ستونزمنو لارو کې څومره کامیابیدلای شي .
کمپنۍ وایی چې تر ۲۰۲۰م کال پوري به دغه موټر بازار ته وړاندي کړي .