طنز: نیم کیلو باش

لیک: خالد روښان
ټيلیفوني اړیکه مو له مخکې شوې وه. نه پوهېږم، خو ما لا وختي د ښار ټاکلي ځای ته ځان رسولی و. وخت نه اوښت. د ملګري راتګ ته مې ګوتې شمېرې. فکر رالوېد. ما ویل راځه د خلکو د کړو وړو اندازه واخله.
سپین ږیری د رومیانو رېړۍ ته ودرېد. ترڅو یې چې عینکې سمولې او له زاړه دستماله یې ماتې پیسې راایستې، صوفي ځوان د ښو په منځ کې ښه ډېر خراب ورتېر کړل.
ریشکه کږه شوه، غرب شا یې ولګېده. سرتړی ریکشه وان هلک ته میندې خویندې باد باد کړې. سوکان یې هوا کې تاوېدل. له سپرلۍ یې د لسو پر ځای شل افغانۍ غوښتي. د ده میندې او نیاګانې یې هم په دوه روپو کړې.
ریکشا مخ پر لمر لوېده روانه شوه. غټ پرې لیکل شوي وو: نیم کیلو باش ولی انسان باش!!!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button