د ژړا له طبي ګټو خبر یاست؟/ دویمه برخه
ژباړه او زیاتونه: خالد روښان
۶- ژړا مو له غمه خلاصوي
غم او اندېدښنې د انسان له ژونده نه بېلېدونکې برخې دي. ژړا مو له غم او اندېښنې خلاصوي. د غم په وخت کې وژاړئ. په یاد ولرئ چې هر سړی ژاړي او ژړا نامردي نه ده. کله چې سړی ژاړي، غوسه، ناهیلي او ګناه هرڅه یې منیځل کیږي. دا مهال له ژړا پرته بله لار نه لرئ. که مو زړه ډک وي او ژړا نه درځي، نو دا به مو ستونزې لا ډېرې کړي.
۷- اوښکې یوازې د غم پر مهال نه تویېږي، بلکې له خوشالۍ هم خلک ژاړي
پام به مو کړی وي. ډېری مهال کله چې کوم څوک ډېر خوشاله شي، ژاړي او یا داسې کوم زیری واوري چې د ده د ژوند زاویه ورسره بدلیږي، نو حتمي ترې اوښکې بهیږي. پوهې/ئ ګټه یې څه ده؟ د خوشالۍ په وخت کې ژړا مو د احساساتو په بېلانس او توازن کې مرسته کوي. کله چې تاسو ناڅاپه یو لوی خبر اورئ، ستاسو بدن له نارمل حالته وځي، همدا اوښکې دي چې ستاسو د بدن په عادي کولو کې مرسته کوي.
۸- ژړا له ماشوم سره په تنفس اخیستو کې مرسته کوي
د مور په رحم کې د ماشوم لپاره ژړا بیخي زیاته اړینه ده. پوهېږو چې ماشوم د مور په نس کې خواړه، اوبه او هوا د مور د نطفې له لارې ترلاسه کوي. کله چې ماشوم وزېږي، ژاړي. دلیل یې دا دی چې دی له بهرنۍ نړۍ/ دویمې نړۍ سره تطابق ته ځان جوړوي. ژړل یې سږي پراخوي او په ساه اخیستو کې ورسره مرسته کوي.
۹- ژړا له ماشوم سره په هوسا خوب کې مرسته کوي
ژړا ممکن له ماشومانو سره د شپې له مخې په خوب کې هم مرسته وکړي. څېړنې ښایي چې هغه ماشومان چې د مېندو له خوا رټيږي او ژړا ته نه پرېښودل کیږي، په راتلونکې کې له روغتیايي ستونزو سره یې مخېدل حتمي دي. پرېږدئ چې ماشومان مو وژاړي. ژړا د ماشومانو د خوب له اوږدوالي سره مرسته کوي.