د ژوند دچاپېریال لومړني اجزا اوبه او اکسیجن تشکیلوي
هغه مځکه چې انسانان اوحیوانات ورباندې ژوند کوي اونباتات هلته وده کوي د چاپېریال په نوم یادېږي ٬ اوبه اواکسیجن د ژوندد ترټولومهم اجزا جوړوي ځکه چېرته چې اوبه اواکسیجن نه وي ٬ هلته د ژوند امکانات هم نشته ٬ د مفهوم اومانا پرلحاظ چاپېریال ډېره خوږه کلمه ده په دې شرط چې په علمي استنباط هغه سم تعبیرشي دا طبعي ده هرهغه څوک چې له چاپېریال څخه سم اوبالغ تعریف ولري هېڅکله به په خپل کورکلي اوښارکې د خپلو منفي مداخلاتوپه ذریعه چاپېریال ککړنه کړي او نه به د بل چا لپاره چاپېریالي سرخوږی جوړکړي ٬ کلی اوښارد انسان د ژوند هغه لومړنی چاپېریال تشکیلوي چې ده پکې د ژوند لومړنی ګام اېښی دی ، دکلي شنه فصلونه ، دمحل غرونه رغونه اوهغه ځایونه چې موږ په ورځني ژوند کې پرې تصرف کوود ژوند له چاپېریال څخه عبارت دي ، ښاراوهېواد یوڅه پراخه د ژوند چاپېریال ګڼل کېږي چې له کلي او محل وروسته په دوهم ګام کې انسان ورسره مخ کېږي ٬ خوپه درېیم ګام کې نړۍ بیا د ټولو انسانانودژوند هغه ګډ چاپېریال احتوای کوي چې ماورای له هغه تراوسه د ژوند کوم بل چاپېریال نه دی موندل شوی او پېژندل شوی ٬ نوویلای شو چې له کوره را نیولې بیا د هېواد اونړۍ ترکچې ټوله اراضي دانسانانو٬ حیواناتو او نباتاتولپاره د ژوند د ګډ چاپېریال تشکلیوي نو راځئ چې ٬خپل دغه ګډ او پراخه چاپېریال پاک او مصؤن وساتوځکه انسان چې کله په چاپېریال کې ژوند کوي نو چاپېریال هم پرانسانانو حقوق لري چې هغه باید رعایت شي په دې مانا چې له کورني چاپېریال را نیولې بیا د نړۍ ترچاپېریال پورې دغه هستي ککړتیا انواع دبدغونیو جنګ جګړواونوربشري مظالمواو تاوتریخوالیوخوندي وساتو اوچاته د ځورولواسباب جوړنشو که په یوه هېوادکې بشري حقونه ترپښولاندې کېږي بل هېواد ته به پنا یوړل شي خوکه دمځکې کره د کوم زورور لخوا تراتومي تهدید لاندې راځي نوبیا به مظلوم بشرپه کومه خوا تېښته کوي کایناتو اونوروسیاروته خو لاره نشي موندلای اودا هم نه ده معلومه چې د الله پاک په (وېړ) کایناتو کې د ژوند امکانات شته که نه ! بشرخو زیارباسي چې کاینات هم تسخیراودژونداچاپېریال پکې جوړکړي .
په هرصورت دا یونیک ګام او اقدام دی که چېرې د ستورمزلو په نوښت داسې ستوري را پیدا شي چې هلته د ژوند امکانات لکه اکسیجن اواوبه موجود وي دا به له بشرسره په نوي چاپېریال کې د اسکان او امرارمعاش په برخه کې لوړه مرسته وي د ژوند په چاپېریال کې د انسانانوپه خواپورې حیوانات هم ژوند کوي ځکه حیوانات هغه موجودات دي چې د انسانانود اقتصادي اړتیاوو او تغذیې (مکمل ) ګرځي اود انسان له میل سره سم د مځکې پرمخ د ژوند جوګه دي که چېرې انسان له حیواناتو څخه تنګ شي کېدای شي د هغوی موجودیت صفرکړي خود ژوند چاپېریال ته حیوان هېڅکله دانسان په اندازه نه دی مضرځکه هغو وخوره وچښه تولید نسل وکړه اوانسانانوته ګټه ورسوه خو انسان بیا هغه څوک دی چې چاپېریالي ویجاړتیاوې را منځ ته کوي نو بنا حیوان هېڅکله د چاپېریال لپاره مضر نه دی د اهلي حیواناتو ترڅنګ وحشي حیوانات هم د انسان په لیرې یا نېږدې ګاونډ کې ژوند کوي چې دژوند چاپېریال یې د حیواني تنوع له مخې پرې ښایسته دی که څه هم یوشمېرله دغه وحشي ځناورو بشرته ضرر رسونکي هم دي خوبیا یې هم پرخپله خوا پورې منلي اود حیات وحش ترنامه لاندې ترې پالنه هم کوي ٬ ځکه د انسانانو اوحیواناتو دواړو ژوند په اوبواو اکسیجن ولاړدی چې دا ټول په هغه چاپېریال پورې اړه لري دانسانانواوحیواناتو لپاره د ژوند امکانات پکې برابروي.
د انسانانو اوحیواناتوترڅنګ دنباتات ژوند هم په انساني چاپېریال پورې اړه لري چېرته چې انسان ژوند کوي هلته نباتات هم موجود وي ځکه نباتات هم اوبواواکسیجن ته اړتیا لري او نه یوازې داچې د چاپېریال د سمسورتیا سبب کېږي بلکې غلې دانې هم د نباتاتو په ډله کې دي چې دانسانانو ژوند ورپورې تړلي ٬ میوه لرونکې او بی میوې ونې د چاپېریال بل سوغات دی چې هغه هم د انسانانوپه ګټه په چاپېریال کې زرغونیږي او د انسانانو په لاس یې پالنه او روزنه کېږي خو له لویه سره انسانان ٬ حیوانات ٬ نباتات او ونې د چاپېریال هغه ښکلی سوغات او ارمغان دی چې الله پاک دا خاورینه او ګاګرینه دنیا پرې ښایسته او آباده کړې ده او د ژوند چاپېریال هغه الهي موهبت او ډالۍ ده چې الله پاک د بشر په واک کې له ټولو امکاناتو سره په بشپړ تصرف ورکړې ده خو افسوس چې همدغه بشر ددې پرځای چې ددې الهي نعمت شکر ادا کړي د ژوند په چاپېریال کې نورې نخرې کوي ٬ یو بل ته ضررونه اړوي او کله نا کله د ژوند همدا خوږ او ښکلی چاپېریال د جنګ جګړو اولانجو له لارې د خپلوهمنوعانو پروینو لړي ځکه همدا بشرله دې ناخبره دی چې هرڅه د الله ج په اراده کې دي که وغواړي جهان پردې بل مخ اړولی شي ٬ نوښه داده چې خپل د ژوند چاپېریال سوله ییزوساتو ٬ پاک یې ساتو٬ د الهي نعمتونو شکر وباسو اوپه هرمقام کې چې یو د کورله چاپېریال را نیولې بیا د هېواد اونړۍ ترچاپېریال پورې چاته د سرخوږي سبب جوړ نشو .
لیکنه: حیات الله حلیم