امر باالمعروف سرپرست: د ښوونځي او مدرسې تر منځ باید واټن ختم شي

عزم(چهارشنبه، د لړم ۱۷مه، ۱۴۰۲): د امربالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر مولوي محمد خالد حنفي له یو شمېر سیاسي څېرو او مخورو سره په یوه ناسته کې ویلي چې په افغانستان کې باید د مدرسې او ښوونځي تر منځ شته واټن له منځه یووړل شي. په دې په دې غونډه کې چې پرون سه شنبه د لړم پر ۱۶مه ترسره شوه؛ حمیدالله هوتک، اسماعیل یون، محمد سلیم پیګیر، جنت فهیم چکري، زکریا، معین ګل څمکني، سعید داود هاشمي، عبدالبصیر، همیم الله منګل او ګڼو نورو شنونکو پکې برخه اخیستې وه.
د پوهنې وزارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي حنفي په دې غونډه کې وویل چې زموږ دین د افراط او تفریط په منځ کې دی او موږ به منځنۍ لاره او هغه څه څارو چې په دین کې راته سپارښتنه شوي وي.
نوموړي وویل: (( موږ باید خپل دین او کولتور ښه تفسیر کړو او هر څه باید د شریعت پر بنسټ وي، ځکه شریعت زموږ معیار دی.))
ښاغلي حنفي زیاته کړه، چې د ښوونځي او مدرسې تر منځ هغه واټن چې په تېر کې د بهرنیانو له خوا رامنځته شوی، باید له منځه یوړل شي او د اصلاح لپاره یې رغنده نیوکې او وړاندیزونه شریک شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button