امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د کډوالو د نه‌ستنولو اصل ته درناوی وکړئ

عزم(چهارشنبه، د لړم ۱۷مه، ۱۴۰۲): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویډانټ پټېل په یوه خبر کې پرهغو هیوادونو د کډوالو د نه ستنولو د اصل د مراعت غږ کړی چې په دې وروستیو کې یې د کډوالو د جبرې ایستنې لړۍ چټکه کړې.
ښاغلي پټېل له پاکستان او نورو هېوادونو غوښتي چې د کډوالو د نه ستنولو اصل ته درناوی وکړي.
ښاغلي پټېل د یوې خبري غونډې په ترڅ کې له کډوالو او پناه غوښتونکو سره د پاکستان حکومت پر ستوغ چلند نیوکه کړې او دا چاره یې نه جبرانوونکې بللې ده.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند له پاکستان او د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې د افغانانو له جبري ایستنې لاس په سر شي او د د نړیوالو بشري بنسټونو د آرونو په پام کې نیولو سره دې خپلې چارې چمتو کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې، د بښنې نړیوال سازمان او نورو ګڼو بشري ادارو له پاکستانه غوښتي چې د کډوالو د ایستنې پر تګلارې دې له سره غور وکړي؛ خو هغه هیواد د نړیوالو د نیوکو او غوښتنو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button