اروپایي ټولنې کډوالو ته څه باندې ۶۰ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

عزم(چهارشنبه، د لړم ۱۷مه، ۱۴۰۲): اروپايي ټولنې په یوه خبر کې ویلي چې په افغانستان کې د زیانمنو خلکو او په پاکستان کې د کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو په خاطر به ۶۱ میلیون یورو مرسته وکړي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ماموریت څرګنده کړې، چې له ټولو ۶۰ میلیون یورو څخه یو میلیون یورو په افغانستان کې فعالو بشري سازمانونو او یو میلیون نورې به پاکستانیو بنسټونو ته د کډوالو سره د اسانچارۍ په موخه ورکړي.
اروپايي ټولنې څرګنده کړې، چې دا مرسته یې په افغانستان کې د زیانمنو خلکو او په پاکستان کې د کډوالو د اړتیاوو پوره کولو لپاره اعلان کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبر کې ویلي و چې متحده عربي اماراتو ورسره د ۲۰ زرو خیمو مرسته کړې ده. افغان دولت بار بار له نړیوالو بنسټونو هیله کړې چې د کډوالو په بېدریغه راایستنه کې دې د دوی ترڅنک ودریږي.