د کورنیو چارو وزارت سرپرست د ترکیې سفارت له نوي سفیر سره ولېد

عزم: (چهارشنبې، د لړم ۱۷مه، ۱۴۰۲)؛ کورنیو چارو وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په دې ناسته کې د ترکیې سفارت نوي سفیر جنک اونال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي: «د افغانستان او ترکیې اړیکې تاریخي رېښې لري؛ دا دوه مسلمان ملتونه په سختو او ښو ورځو کې د یو بل تر څنګ پاتې شوي او د اړیکو د پاللو هڅې یې کړې دي.»
دغه راز، اېکس پاڼه کې راغلي چې سراج الدین حقاني د خپلو خبرو پر مهال د ټولې اسلامي نړۍ پر یووالي د ټینګار ډاډ څرګند کړ.
جنک اونال هم د ترکیې او افغانستان تاریخي اړیکو ته په نغوته کې ویلي: «دواړه ملتونه ګډ ارزښتونه لري، چې پالل او پراخول یې زمونږ دنده او ماموریت دی.»
هغه په ستونزمنو حالاتو کې د افغانانو تر څنګ درېدل خپله وجیبه بولي او د امنیت په ټینګښت او له نشهیي توکو سره په مبارزه کې یې د اسلامي امارت هڅې وستایلې او په دې اړه یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
نوموړي ویلي؛ په افغانستان کې روان وضعیت د هرې ورځې له تېرېدو سره د ښه کېدو په حال کې دی.
همدا رنګه په دې ناسته کې جنک اونال له بشري مرستو بار د اتم ریلگاډي له راتلو هم خبره وکړه، چې له را رسېدو سره به یې په افغانستان کې ګڼشمېر خلک بشري مرستې ترلاسه کړي.