پنجشېر کې د نږدې ۱۱۸ زره ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول

عزم: (چهارشنبې، د لړم ۱۷مه، ۱۴۰۲)؛ د پنجشېر ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت له کانونو تازه استخراج شوي ۵ زره ۹۲۰ قیراطه زمرد د ۱۱۷ زره او ۷۰۰ ډالرو په ارزښت وپلورل شول. د دغه ولايت د کانونو او پټروليم رييس محمد قاسم اميري وايي، چې د دغه ولايت له کانونو څخه تازه استخراج شوي د ۵ زره ٩٢٠ قیراطه زمرد د داوطلبۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو پلورل شوي دي. هغه زياته کړه، د داوطلبۍ پروسه په رسمي، شفافه فضا او د قانون له مخې ترسره شوه او د زمرد محصول په لوړه بيه وپلورل شول. په ورته وخت کې په پنجشېر کې د هېواد ملي سوداګرو د داوطلبۍ په پروسه کې د روڼتیا په برابرولو خوښي څرګنده کړه او په دوستانه فضا کې یې ترسره کړه.