سومالیا کې له ۴۰ کلونو وچکالۍ وروسته سېلابونه وتلي

عزم: (چهارشنبې، د لړم ۱۷مه، ۱۴۰۲)؛ سومالیایي چارواکو له څلویښتو کلونو وچکالۍ وروسته د دغه هېواد په ځینو برخو کې بیړنۍ حالت اعلان کړی دی.

نړیوالو رسنیو د سومالیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له قوله ویلي، چې نن (چهارشنبه د اکتوبر ۸مه) د دغو سېلابونو په پایله کې شاوخوا ۱۰ کسان مړه شوي دي.

د دغه هېواد چارواکو اعلان کړی، چې په سومالیا کې له څو کلونو وچکالۍ او ناکامو بارانونو وروسته، چې په دغه هېواد کې د سېلابونو راوتلو لامل شوی، د بشری ناورین لامل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې (OCHA) د راپور له مخې تر اوسه له ۱۰۰ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي او تر ۱۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

‏OCHA په یوه اعلامیه کې وویل چې سیمه‌ییز چارواکي د ۱۴۰۰۰څخه زیاتو کورنیو لپاره د سمدستي مرستې غوښتنه کوي چې د مرستندویه کارکونکو سره یې اړیکه پرې شوې او د خپلو کورنیو سرچینو بشپړولو توان نه لري.

د ملګرو ملتونو د ادارې په وینا، نورې سیمې لکه هیرشابیل، پونټلینډ، ګالمودوګ او سویل لویدیځ هم د مرګوني سیلابونو له امله سخت زیانمن شوي دي.

یونیسف ویلي، سیلابونه په سومالیا کې د لسیزو تر ټولو اوږده وچکالي پای ته رسېدو څو میاشتې وروسته راځي.

دا په داسې حال کې ده چې د سومالیا حکومت تر دې مخکې په ټول هېواد کې د وچکالۍ د زیاتوالي له امله بېړنۍ حالت اعلان کړی و او زیاته کړې یې وه چې په دغه هېواد کې تر یو میلیون ډېر وګړي د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button