د انوارالحق کاکړ بل تور: افغان کډوالو په ترهګریزو او ځانمرګو بریدونو کې لاس درلود

عزم: (چهارشنبې، د لړم ۱۷مه، ۱۴۰۲)؛ د پاکستان لنډمهالي حکومت لومړي وزیر، انوارالحق کاکړ پرون (سېشنبه، د نومبر ۷مه ) په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د پاکستان د ناامنۍ په زیاتوالي کې هغه کډوال ښکېل دي چې په ناقانوني توګه دغه هېواد کې اوسي.
ښاغلي کاکړ له اسلامي امارت څخه غوښتي چې افغانستان کې د «ټي ټي پي» وځپي او د هغوی مرکزونو له منځه وړلو لپاره له هرې ممکنې لارې کار واخلي او د دې ډاډ ورکړي چې نور د افغانستان خاوره د خپلو شومو موخه لپاره و نه کاروي.
په همدې حال کې انورالحق کاکړ ادعا کړې ده چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته دوه زره پاکستانيانو خپل ژوند د ددده له قوله د تروریستانو په هغه بریدونو کې له لاسه ورکړی چې د افغانستان له لارې پاکستان ته دننه شوي دي.
کاکړ په دغه خبري کنفرانس کې په تونده او ناتشریفاتي لهجه ویلي چې افغان سرپرست حکومت په یوه نامسوولانه او ګمراه کوونکې بیانیه کې له موږ غوښتي و چې خپل داخلي مسایل په خپله سم کړو نو موږ اوس دغه پروسه پیل کړې ده.
کاکړ ویلي: «افغان لوري ته مو واضحه کړې چې د پاکستان تحریک طالبان او پاکستان دولت تر منځ تاسو باید یو انتخاب کړئ.»
د پاکستان لومړي وزیر په داسې حال کې پر اسلامي امارت دا تور پورې کوي چې د افغان حکومت مشرانو په مختلفو بیانیو کې تل ویلي چې د پاکستان تحریک طالبان د پاکستان داخلي موضوع ده او دغه ډله د اسلامي امارت د راتګ سره نه ده پیدا شوې. د پاکستان موقت لومړي وزیر زیاته کړې چې د پاکستان امنیتي ځواکونو سره په جګړو کې ۶۴ افغانان هم وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت تل په سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې ژمنه کړې چې افغان خاوره به د هېڅ ګاونډي، د سمیې او د نړۍ د کوم هیواد پروړاندې نه کاریږي. د افغان دولت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي و چې په تېر یوه کال کې یې د داعش ډلې ۴۰ تنه نیولي وو، چې ټول پاکستاني اتباع وو. افغان دولت له خپلو ګاونډیانو تل غوښتي چې د بېځایه تورونو پر ځای دې د خبرو اترو له لارې ستونزې حل شي.
ورته مهال پاکستاني حکومت ګڼ افغانان ځورولي، ربړولي او لوټلي دي. پاکستاني پولیسو له افغان کډوالو سره له بربریته کار اخیستی او د کوچنیانو او ښځو په ګډون یې زنداني کوي. پاکستاني حکومت له کوم توافق او نړیوال نورم له رعایت پرته په هغه هیواد کې مېشتو افغان کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړ چې هغه خپل هیواد ته ستانه شي. پاکستاني دولت نه یوازې دا چې افغان کډوالو جبري ایستنې ته اړ کړي، بلکې د دوی مالونه او جایدادونه یې هم غصب کړي دي. داسې ویل کیږي چې هغه پاکستاني دولت د افغانانو شاوخوا ۴ میلیارده ډالره پانګه یرغمل کړې ده.