افغانستان ته زېری؛ پاکستان یو لوی فرصت له لاسه ورکوي

دا منو چې افغانستان ته بېرته راستنېدونکي افغانان به پر اسلامي امارت فشار راوړي، خو دا فشار به تلپاتې نه وي لکه د فتحې د لومړیو ورځو د ستونزو په څېر لنډمهاله او تېرېدونکی دی.
لکه څنګه چې افغانستان کې د فتحې د لومړیو ورځو ستونزې او اقتصادي اړه دوړه پای ته ورسېده او کابل بیا پر پښو ودرېده او د یومقتدر نظام څښتن شو، داسې به شته ستونزې هم پای ته ورسېږي او د الله (ج) په نصرت سره به ستونزې حل شي، ځکه شپه هغه وخت ډېره ټینګېږي، چې سهار نږدې وي.
اوس خبره دا ده، چې بلاخره افغانستان ته به د دغو افغانانو د بېرته راستنېدو ګټه څه وي؟
هېواد ته د بېرته راستنېدونکو موضوع ته ځینې خلک او ان د پاکستان لنډمهالی حکومت د یو کړکېچ په سترګه ګوري او اسلام اباد فکر کوي، چې له دې لارې به کابل تر فشار لاندې راولي خو کابلي واکمنان ډېر په دقت او تدبیر سره کار کوي، تر څو موضوع مدیریت او پر فرضي کرښې نیول شوي چمتوالي څخه ښکاري، چې بېرته راستنېدونکو کډوالو څخه په کلکه ملاتړ کوي او په عزت سره یې په اصلي سیمو کې د ځای پر ځای کولو پلان لري.
کور ته د بېرته راتلونکو افغانانو یوه لویه ګټه داده، چې د یو عظیم ملت عزت به پر ځای شي او نور به د مهاجر په نوم نه یادېږي او نه به هم په بې عزتۍ سره زندانونو ته لوېږي.
بله ګټه یې داده، چې هېواد کې به بشري قوه زیاته شي او په بېلابېلو برخو کې به د مسلکي کسانو، کادرونو، او کارګرو له اړخه مالامال شو او که اوس نه وي، نو لس کاله وروسته خو به د دې هېواد په درد وخوري.
دښتې په خپله نه ابادیږي او بشري قوه غواړي نو زه درته په ډاډ سره ویلی شم، چې راستنېدونکي افغانان به د هېواد د هغو سیمو په ابادۍ کې برخه واخلي، چې ابادۍ او ودانولو ته اړتیا لري.
او که پر پاکستان یې منفي اغېز ته وګورو نو ویلی شم، له اقتصادي او نورو اړخونو څخه له هغه هېواده د افغانانو وتل به هلته روان اقتصادي وضعیت لاپسې ډېر کړي او کړکېچ به کړکېچ وزېږوي.