نوې سړه جګړه؛ د سوداګریزو لارو احتمالي بدلون

په نړیوال سستم کې هیوادونو لپاره د تجارت لارې ستراتیژیک اهمیت لري. دا لارې نه دا چې دوی پرې یواځې خپلو توکو ته مارکېټ پیدا کوي او یا خپلې داخلي اړتیاوې پوره کوي، د سیاسي او اقتصادي نفوز لپاره هم کارېږي. همدا وجه ده چې له ډېر پخوا د نړۍ د لویو امپراتوریو جګړې د تجارت په لارو او د دوی تر منځ پر پرتو ستراتیژیکو سیمو واقع شوي.
که دتاریخ پاڼو ته ځیر شو د پخوانۍ رومي او پارسي امپراتوریو لویې جګړې چې په سور سمندرګي، یمن، جبشې او د مرکزي آسیا په ترکي قبایلو نښتي، عمده لامل یې د دې سیمو ستراتیژیک اهمیت ؤ. د تزارې روسیې او انګریز تر منځ د کړکېچ سیمې هم له همدې امله متأثرې شوي، لومړۍ او دویمه نړیواله جګړه هم د همدې ستراتیژیکو لاملونو پایله وه. په لومړی سړه جکړه کې د شوروي او امریکا تر منځ په کوریا، ویتنام او افغانستان کې د ټکرونو بنیاد همدا رنګه ستراتیژیکو موخو ته ستنېږي. دا چې اوس نوې سړه جګړه ترتیبېږي هم هغه سیمې به یې ټارګټ وي چې د نوو لوبغاړو اقتصادي، سیاسي او نظامي نفوز لپاره ستراتیژیکې سیمې یا محورونه بلل کېږي. دا سیمې د لویو ځواکونو تر منځ د کرکېچ له امله آرامې او هوسا نشي پاتې کېدلای.
د لویو قدرتونو تر منځ دا کړکېچونه همېش د وړو هیوادونو په سیاست، تجارت او نورو برخو تأثیر لري. د تاریخ په پاڼو کې چې کله هم د ابر قدرتونو جګړه شوې، ځینو وړو هیوادونو له دې جګړې ګټه کړې او ځینې یې سخت زیانمن شوي. په ټوله کې کامیاب واړه هیوادونه هغه دي چې د لویو قدرتونو تر منځ د جګړې سم تحلیل وکړای شي، د دوی د لانجو او معضلو سیمې وپېژني، د نوو فرصتونو او ځان ساتنې نوې ستراتیژیانې ترتیب کړي تر څو وکولای شي چې د دوی تر منځ له لانجو بې پرې پاتې شي. دا خبره ښايي په تیورۍ کې ډېره آسانه وي خو په عملي توګه ډېر سخت کار دی. دې لپاره باید د یو هیواد تصمیم نیوونکي جهتونه د وخت نړیوال نظم، د لویو قدرتونو ستراتیژۍ، د هغوی د ګړنو د سم تحلیل او تحقیق وړتیا ولري. دا کار تدبر، پراخې مطالعې، احتیاط او ستراتیژیک فکر ته اړتیا لري.
زه فکر کوم اوسنیو نړیوالو معادلو کې د تېرو دېرشو کالو راهیسې جوړ شوي نظم کې لوی بدلون راتلونکی دی. دا بدلون باید سم ولوستل شي، مسیر یې تعقیب شي، خپل ځان پکې ترسیم شي او بیا د هدف لاسته راوړلو په باب کره ستراتیژی او عملي پلان جوړ شي.
دا مهال نوې سړه جګړه پیل شوی چې لوبغاړي یې د تېرې سړې جګړې په شان د دوو مالومو بلاکونو پر ځای په څو اړخونو تقسیم دي. دا تقسیم هم په داسې شکل دی چې په سیاسي، نظامي او اقتصادي لحاظ په یو – صفري (تور – سپین) محاسبه نه دی ترسیم شوی. یو هیواد ښايي په سیاسي او نظامی لحاظ له یو بلاک سره ژمن وي خو په اقتصادي لحاظ یې ګټې له مخالف بلاک سره تړلې دي. آسترالیا، جاپان، هند او د سوېل شرقي آسیا اکثر هیوادونه یې ښه مثالونه دي. د دې مغلق تقسیم له امله ښايي دا ځل د لویو قدرتونو تر منځ سړه جګړه ډېره پیچیده او سخته وي خو وړو هیوادونو لپاره به د خپلې پیچیدګۍ تر څنګ ډېر فرصتونه هم ولري.
په منځني ختیځ، سوېلې آسیا، اوکراین له جګړې او په تایوان او سوېل چیني سمندرګي کې له ناندریو سره د روانې سړې جګړې عملي نښې راڅرګندې شوې دي چې په اړه یې دوه خبرې مهمې دي؛
» د دې جګړې لومړي میدانونه او ستراتیژیک عمق شرقي اروپا او چیني سمندرګی دی. غرب کوشش کوي چې د شرقي اروپا له لارې د روسیې د نفوذ مخه ونیسي. روسان په دې پوهېږي چې له پولېنډ او بالټیک هیوادونو وروسته به ناټو ته د اوکراین اضافه دوی ته د ملي امنیت لوی مشکل پیدا کوي. د امریکا او روسیې پخواني سړه جګړه ایز تفکر دوی په اوکراین کې سره ټکر ته اړ کړل چې ښايي ژر پای ونه مومي. په سوېل چیني سمندرګي کې د غرب او چین ټکر دی. په نظامي لحاظ هند، استرالیا، جاپان او کوریا په ډاګه د غرب بسپنه کوي. د امریکا او یادو هیوادونو تر منځ د آوکس او کواډ ائتلافونه د یاد ټکر ښکاره نښانې دي چې ښايي آینده کې یې نورې پردې هم څرګندې شي. بل اړخ ته په اقتصادي لحاظ چین سره په تعامل کې د غرب د بلاک اکثر غړي هیوادونه مجبوریتونه لري. روسیې او چین سره د امریکا په ټکر کې یوه مسئله واضحه ده چې په شرقي اروپا کې د روسانو او امریکایانو د جګړې غځېدل ښايي ډېر ممکن نه وي ځکه اوکراین سره په پوله پولېنډ او روسیې سره په بله پوله بالټیک هیوادونه دي چې د ناټو غړي دي خو چین سره په ټکر کې د جګړې غځونې ته لاره خلاصه ده.
» د چین او امریکا ممکنه ټکر ښايي په سوېل یا شرقي چینايي سمندرګي کې رامنځ ته شي. سوېل چینايي سمندرګي کې د کرکېچ له امله ښايي له هنده تر سولومن جزیرې پورې چې ویتنام، فلیپین، سنګاپور، انډونیزیا، مالیزیا، استرالیا، نیوزلینډ، کمبوډیا، لاؤس، تایلېنډ او برنای یې هم برخه دي د سمندر تجارتي لار له مشکل سره مخ شي، په شرقي چینايي سمندرګي کې به د جاپان، جنوبي او شمالي کوریا سمندري مسیرونه له همدې مشکل سره مخ کېږي. دا چې هند د امریکا نظامي ملګری دی د کړکېچ په وخت کې هندي پاسفیک هم له آرام نه پاته کېږي او ښايي له هغې ځایه یاد ټکر عربي سیند ته وغځېږي. په افریقا کې د چین، روسیې او امریکا رقابت او نوي بدلونونه هم دا په نښه کوي چې له هندي پاسفیک به دا ټکر د افریقا لویې سیمې ته انتقالېږي. چین په نیروبي، جیپوتي او مصر باندې ډېر اقتصادي او نظامي ترکیز هم له همدې امله کوي چې دا درې هیوادونه د سمندر په غاړه ستراتیژیکې منطقې دي. بریکس ته د مصر او ایتوپیا اضافه کول هم ښايي له دې امله وي چینایان خپل افریقايي ائتلاف قوي کړي.
دا پورته دوه نکتې په نوې سړه جګړه کې د ستراتیژیکو سیمو یوه معمولي نقشه باسي. مالومېږي داسې چې په راتلونکو کلونو کې به د نړۍ ستراتیژیکې سمندري لارې لکه باب المندب، هرمز، نیل او مالاکا د ټکر مرکزونه وي. په تاریخي لحاظ دا خبره ثابته ده چې کله هم په سمندري لارو کې د مشکلاتو امکان زیات شوی، ځمکنیو لارو ورسره اهمیت پیدا کړی. دا مهال د نړۍ دریمه برخه سوداګري یواځې د سوېل چینايي سمندرګي له لارې کېږي. دا لار یو له هغو ده چې اروپا، سوېل شرقي آسیا، سوېله آسیا، چین او جاپان یې سره نښلولي. دا اوس هم چې له چین څخه کوم توکي د کشتیو له لارې افغانستان ته راځي د سوېل چینايي سمندګي د مالاکا د تنګي له لارې عربي بحر ته راځي او بیا له ځمکې افغانستان ته راننوځي. چین له دې امله د خپل یو لار یو کمربند دوه برخې اعلان کړي چې یوه یې د وچې او بله سمندري لار ده. د وچې لار ۷ لویې پروژې لري چې د نړۍ لویه برخه د زیربناؤ له لارې له یو بل سره نښلوي. چین دا کولای شول چې یواځې د سمندر په لارو بسنه وکړي ځکه چې هم لنډې دي، هم یې زیربنا ته اړتیا نشته او هم د وچې له لارې امنیت څخه په امان دي. دا چې چین له وچې په ۷ بېلا بېلو پروژو لویه سرمایه ګزاري کوي، وجه یې همدا ده چې سمندري لارې ښايي له لوی مشکل سره مخ شي، چین باید هغې ورځې لپاره تیاری ولري.
زما په فکر راتلونکي نړیوال نظم کې به د وچې له لارې سوداګري اهمیت پیدا کوي ځکه سمندري لارې له بحران سره مخ کېدونکي دي. افغانستان په دې باب دوه لوی فرصتونه لري؛
» په راتلونکي نړیوالې ترینګلتیا کې افغانستان د نړیوال سیاست د لوبغاړو له ستراتیژیک محور څخه لرې دی. دا فرصت ښايي افغانستان ته د تاریخ په پاڼو کې لږ په لاس ورغلی وي.
» افغانستان د وچې له لارې درې لویې سیمې له یړ بل سره نښلوي؛ منځنی ختیځ، مرکزي آسیا او سوېله آسیا. مونږ کولای شو افغانستان په وچه کې د بند هیواد له روایت څخه د وچې له لارې د نښتي هیواد په روایت بدل کړو.
دا دوه فرصتونه په دې لاس ته راځي چې د افغانستان په بهرني سیاست کې د سیمې هیوادونه لومړیتوب ولري او دوی سره چې څومره ممکنه وي اقتصادي اړیکو او تجارتي همکاریو ته لار پرانستل شي.
د بحث نچوړ دا دی چې په راتلونکي نړیوال نظم کې ځمکنۍ لارې په نړیوال سیاست کې لوی اهمیت پیدا کوي. د نوي نظم نقشه همدا په ډاګه کوي چې په سوېل او شرقي چین سمندرګي کې د وضعې له ترینګلتیا سره به ځمکنیو لارو ته اړتیا لا زیاتېږي چې افغانستان باید له اوس نه ورته تیاری ونیسي.
نوي نړیوال نظم کې د افغانستان راپورته کولو لپاره تیاری به افغانستان د بهرني سیاست له مسیر څخه مالومېږي. مهمه دا ده چې نړیوال نظم ترسیم کړو او خپل فرصتونه، لومړیتوبونه او د ځواک وسائل په داسې شکل په لاره واچوو چې افغانستان د سیمې په منځ کې د یو بارز لوبغاړي په حیث راپورته شي.
لیکنه: عبدالحی قانت