لمبه غزه؛ د غربي لېبرالېسم ارزښتي کتنه!

په غزه کې د غربي لېبرالېزم ننداره ده، تاسو يې ګورئ؟ پر غزې فاسفورس بمونه ورېږي او تر 70 فيصدو ډېر په کې کوچنيان او مېرمنې وژل کېږي، نن هلته ننداره ده او غرب په کې د دې وژنو مشر کرکټر دى…
د غربي لېبرالېزم کتابي عاشقان اړتيا لري چې د دې لبرال ګرايۍ عملي منظر وګوري او دې لپاره غزه د مطالعې حادثه ده، دلته بايد د غربي لبرالېسم ټول ارزښتي پکېچ و ارزول شي همدا د ريښتياو ميدان دى. د غربي لېبرالېسم پلويان بايد د غزې اتشکده کې وګوري چې هلته د غربي لبرالېسم عمده ارزښتونه د اور په لمبو څنګه ښکاري؟
په غزه کې د بشر حقونه، د ښځو حقونه، او د کوچنيانو حقونه ګورئ چې په کوم مقام دي؟ د لېبرالېسم دا انحصاري توکي پر بمونو الوځي او دا بمونه د غربي لېبرالانو سوغاتونه دي.
د ازاديو بحث؛ فکر او بيان هلته غر غره کېږي په لسګونو ژورنالېستان او د رسنيو کارمندان له خپلو کورنيو سره د لويو ټني بمونو لاندې ترې تم شول… په غزه کې د يوه تلوېزيون د تخنيکي انجنير د کورنۍ 20 غړي شهيدان شول، د الجزيرې تلوېزيون د ژورنالېست وايل الدحدوح مېرمن، بچيان او لمسى ټول شهيدان شول او دغسې په لسګونو د وير قيصې… هلته چې هر ځل د بمونو د شدت مرحله راځي نو د بيان ازادۍ محدودولو لپاره انټر نېټ بند شي، تر څو په يوې تړلې او بندې غزه کې د جنايتونو خبر حد اقل ته راشي…
د قانون او عدالت په لوى مبحث کې غزه پر ځنګله اووښتې، هلته د نړۍ هيڅ قانون د غزې مظلوميت نه شي فوکس کولاى او د نړۍ په هيڅ عدالت کې کې غزه او انسانان يې د خلاصون مجال نه لري… د نړۍ هيڅ قانون اس-رائيل محکمې ته نه شي راکش کولاى، نړيواله محکمه او بله هره محکمه د اس-رائيل لپاره نه بلکه د اس-رائيل د مقابل مد لپاره ده… اس-رائيل حتى د ملګرو ملتونو منشي ته ګواښ کوي او هغه د خپلو ويناو سپيناوي او توجيه ته اړ کوي.
په همدې غزه او ټول فلسطين کې ح-ماس ټاکنې وګټلې او که بيا ټاکنې وشي نو بيا يې هم ګټي خو غرب يې نه مني، ولې يې نه مني؟ ځکه دا په اسلامي حوزه کې د تمدني کشمکش ننګونکى جوهر دى او غرب په دې کشمکش کې په اکثريت نرخ نه کوي، غرب له دې جوهر سره په بمونو او يرغلونو تقابل کوي. غرب دلته بيا ځل په زبات ورسوله چې اصلي ارزښت زور دى او کوم مکتب چې زور ونه لري نو اکثريت او ولسي رايه دوه توته ارزښت نه لري.
نو د غربي لبرالېسم ارزښتي پکېج په غزه کې لکه فاسفورس راورېږي او نړۍ يې ګوري، نړۍ ګوري چې غرب په خپل ټول ځواک پر غزه د اس-رائيل د تيري برخه ده، او غزه په ټوله تنهايۍ د دې تيري په مقابل کې مظلومانه خو په ټول شرف، عزت او غرور ولاړه ده… په نړۍ کې هيڅوک نه شي ويلاى چې د غزې کوچنى، مېرمن او هر زيانمنونکى انسان لکه د غربي انسان حقونه لري…
دا ټوله حادثه د غربي لېبرالېسم کتابي مينه وال ته ښه فرصت دى چې د دې ارزښتونو پر عملي منظر ژور سوچ وکړي.
لیکنه: وحیدالله مصلح

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button