د فلسطين لپاره غرب ټول يو ځای شوی، او د مسلمانانو استازيتوب يو څو بې چاره فلسطينيان کوي

د اسراییلو د ټولو جګړو تاريخ وګورئ، امريکا تل د دوی په طرف ده، اما ظاهرا او د اسلامي نړۍ له پاره ځينې داسې څرګندونې کوي چې ځانته د اوړو يوه پوزه جوړه کړي. خو پام وکړئ، دا وار هر څه متفاوت دي. امريکا له دې ټولو تباهيو وروسته بيا هم د اسراييلو په کلکه ملاتړ کوي، د ملکيانو تلفاتو، روغتونونو، جوماتونو د بمبارۍ په اړه، د غير قانوني وسلو د کارونې په اړه او د هر جرم په اړه چوپه خوله ده، بلکې خپل بې قيد و شرطه ملاتړ بيا بيا تکراروي.
پوهېږئ دليل يې څه دی؟ دا وار امريکا ولې دومره لېونۍ غوسه ده؟ دليل يې افغانستان دی. له افغانستان څخه د دوی شرموونکې تېښته ده. د افغانستان په اسلامي نړۍ کې، خصوصاً فلسطين کې مسلمانانو ته عجيبه اميدونه ورکړي. دوی هيله من شوي چې د خدای نصرت لرې نه دی.
امريکا په هر قیمت چې وي، غواړي دغه تصور مات کړي. د خپلې ماتې انتقام له فلسطيني مسلمانانو واخلي، د دوی دغه اميدونه ونړوي او نورو مسلمانانو ته ښکاره کړي چې متوجه اوسئ.
اوسنئ جګړه د اسلام او غرب ترمنځ د تکر لومړی خط دی. فرق دا دی چې غرب ټول يو ځای شوی او د مسلمانانو استازيتوب يو څو بې چاره فلسطينيان کوي. يوه فلسطيني عجب لیکل کړي وو: غزه د اسلام وروستی سنګر دی. دې جملې مې اوښکې روانې کړې.
لیکنه: زاهد جلالي