انساني کرامت ته درناوی

د بشري حقونو فلسفه دا جوتوي چې د بشري حقونو موخه او هدف په حقیقت کې د ځمکې پر مخ ( د انسان ژوند او شان ته ) د درناوي په معنا دی، که په دې هکله څومره میثاقونه، اعلامیې، قوانین او پرتوکولونه په ملي او نړیواله سطحه مطرح شوي،لیکل شوي او یا لیکل کېږي دا یواځې او یواځې د ( انسان ژوند او لویۍ ) ته د درناوي او اعزاز په خاطر دي،ځکه چې انسان د ځمکې پر مخ غوره شوی مخلوق دی، الله ج په وچه او لمده بر لاسی کړی او هر څه یې ورته په واک کې ورکړي،نو ځکه د بشري حقونو فلسفه په همدې ټکو متمرکزه ده. د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ په نړۍ کې د لاندې بشري حقونو ننګه او ملاتړ کوي:
د ژوند حق،د انساني کرامت حق،د آزادۍ او شخصي امنیت حق،د بندیانو حق،قانوني مرحلو ته د لاس رسي حق،د ملکیت حق، د مناسب استوګنځي د لرلو حق، د ښوونې او روزنې حق، د روغتیا حق،د ژوند د مناسبې کچې حق،د کورنۍ د تشکیل او واده حق، د استوګنې ګرځېدو او را ګرځېدو حق،د کار حق،د مذهب، ضمیر او فکر د آزادۍ حق،د بیان آزادۍ حق، د صنفي، فرهنګي، ټولنیزو فعالیتونو او سیاسي ګډون حق،د غونډو د آزادۍ حق، د تابعت حق ) چې له پورته یاد شویو حقونو یو ( د انساني کرامت حق دی).
انساني کرامت د بشري حقونو د بنسټیزو او ذاتي حقونو څخه دي. په اسانه ډول د کرامت مانا داده چې انسان د احترام وړ، مکرم، معزز او با ارزښته مخلوق دی او هر څوک باید د دغه حرمت او کرامت درناوی ولري، لکه څنګه چې انسان د مانا په لحاظ د یو لوړ مقام خاوند دی، د کرامت له حق څخه برخمنېدل، د انسان ژوند ته ځانګړی مانا او ارزښت ورکوي. کله، کله انسان دې ته تیارېږي چې د خپل حرمت او کرامت د ساتلو لپاره ستونزې وزغمي او حتی تر دې خو هم تیاريږي چې خپل ژوند له خپل عزته قربان کړي او یا په بله وینا خپل ( د ژوند حق ) د ( کرامت حق ) قربان کړي، خوشحال خټک وایي:
(سر دې لاړ شي، مال دې لاړ شي پت د نه ځي، د انسان خوبي همه واړه په پت ده)
په حقیقت کې د کرامت عطآ پر انسان پورې تړلې ځانګړتیا ده چې انسان له نورو موجوداتو بېلوي .دا حق د نورو ذاتي حقونو په څېر یو فردي او ذاتي حق دی، یعنې دا چې ( انسان د خپل انسانیت له مخې له دې حق څخه برخمن دی). د همدې له مخې دا حق هم د نورو حقونو په څېر نه ویشل کیدونکی او نه بیلېدونکی دی. په جوته توګه کرامت د انسانانو په دوه اړخیزه مناسباتو او اړیکو کې ښکاري.
له همدې له مخې ویلی شو چې له نورو سره د انسانانو په وینا، چلند او عملونو کې یې لیدلی دا له دې مسئلې سره تړلې،چې انسانان په خپلو دې ډول چلندونو سره څه ضمني یا صریحه مانا مقابل لوري ته لېږدول غواړي. که دغه چلندونه او اعمال یا په صراحت سره او یا هم ضمنآ یا تلویحآ بې حرمتي، توهین، سپکاوی او یا نور وي، کېدای شي چې د انسانانو کرامت ته زیان ورسوي. له همدې له مخې کرامت په ټولنیز ژوندانه او د انسانانو په متقابلو اړیکو کې ډېره باریکه او نازکه مسئله ده او د انساني کرامت د نقض صریح موارد ، شکنجه، ظالمانه مجازات، غیر انساني چلند او نورو سپکو نکي چلندونه دي.
د انسان کرامت د بشري حقونو په اسنادو کې بیا، بیا یاد شوي د رعایت کولو لپاره یې په انسانانو تاکید شوی او هغه موارد چې د انساني کرامت د نقض سبب ګرځي منع ګرځولي. د بشري حقونو نړیواله اعلامیه په خپله لومړۍ ماده کې د انساني کرامت مفهوم داسې رانغاړي: ټول انسانان دنیا ته آزاد راځي، د حیثیت، کرامت او حقوقو له مخې ټول سره برابر دي. هغه لاملونه چې د انساني کرامت حق پایمالوي او نقض کوي يې په لاندی ډول به ورته اشاره وکړو:
ربړونه او بد چلند:
شکنجه په لومړي سر کې د انساني کرامت د پایمالولو او نقض کولو ډېر بد چلند دی چې دا په حقیقت کې د انسان د حیثیت او حرمت خلاف کار دی، ځکه چې شکنجه هغه اعمال دي له امله یې د انسان په جسم ، اروا او وجدان فشار راځي او د انسان د جسمي او روحي درد او رنځ سبب ګرځي. شکنجه د بشري حقونو په نړیوالو اسنادو کې خصوصآ د شکنجې د منع په نړیوال کنوانسیون کې منع اعلان شوی او هغه یې یو غیر انساني عمل بللی دی. په دې کنوانسیون کې شکنجه داسې تعریف شوې: هر هغه قصدي عمل چې په پایله کې یې یو فرد سخت جسمي یا روحي درد وویني د اطلاعاتو او یا د شکنجه کېدونکي او یا هم د دریم کس څخه د اقرار د اخیستلو په منظور وي، شکنجه بلل کېږي. همدارنګه د یو عمل له امله چې یو فرد یا درېیم تن یې تر سره کړي او یا ګومان کېږي چې تر سره به یې کړي د یو فرد مجازات کول په زور او د هر ډول تبعیض پر بنسټ او یا هم دغه درد او رنج د کوم دولتي مآمور او یا هر چارواکي په تحریک ترغیب یا هم رضایت او یا د مخالفت په حالت کې چاته ورکړل شي شکنجه ګڼل کېږي. د بشري حقونو په ټولو اسنادو کې او د ملي قوانینو له حکمونو سره سم شکنجه منع ګڼل شوې، هغه قانوني حکمونه چې شکنجه یې منعه کړې او غیر انساني عمل یې بللی په لاندې ډول ورته ګوته نیسو :
لومړی: د بشری حقونو د نړیوالې اعلامیې ( ۵ ) ماده ( هېڅوک نه شي کولی چې څوک شکنجه کړي او یا ورسره ظالمانه چلند وکړي، داسې چلند چې د انساني کرامت خلاف وي.) د شکنجې او ظالمانه چلندونو د مخنیوي کنوانسیون غړي دولتونه په خپل قلمرو کې د شکنجې د اعمالو څخه په مخنیوي مکلفوي او هیڅ ډول استثنائی شرایط نه مني او هیڅ ما فوق حکم د دې کار مجمز نه شمېرل کېږي.
د غیر مسؤلو وسله والو له خوا د انساني کرامت پایمالول: د اسلامي امارت د راتګ څخه د مخه په افغانستان کې د غیرې مسؤلو وسله والو ډلو شتون یو له جدي ستونزو څخه ګڼل کېده چې د بشري حقونو د بېلابېلو ډولونو د نقض سبب ګرځېده چې په سر کې د انساني کرامت د وژنې چال چلند و.
د غیر مسؤلو وسله والو ډلو شتون د ډېرو هیوادوالو ژوند له خطر سره مخامخ کړی و، دغو ډلو د زور او وسلو څخه په ګټه اخیستنې سره خلک ځورول د انساني کرامت او حرمت درناوی یې نه کولو ، د خلکو د وهلو او ربړولو په پایله کې به حتی د هغوی د مرګ سبب هم ګرځېده او همدغو ډلو د تښتونې او قاچاق کې نیغ په نیغه لاس درلودلو کوم به چې د انساني کرامت د تهدید یو خطر ناک لامل هم ګرځېده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!