د ارواپوهنې ګټې

1 _ د ارواپوهنې په مرسته موږ کولاى شو چې ځانته وضعیت او شرایط جوړ کړو.
2 _ د ارواپوهنې د علم په اساس موږ خپلې ذهني روغتیا ته وده ورکوو.
3 _ د ارواپوهنې د علم په مرسته موږ يو بل هڅولاى او تشویقولى شو.
4 _ د ارواپوهنې د علم په مرسته موږ ستونزې تشخیص او حلولاى شو.
5 _ د ارواپوهنې د علم په مرسته سلوک، اړيکې او د ژوندانه ټولو امورو ته مناسبه او ممده لاره انتخابولى شو.
6 _ د ارواپوهنې د علم په مرسته له فرصتونو په وخت استفاده کولاى شو.
7 _ د ارواپوهنې د علم په مرسته موږ خپل احساسات او عواطف اداره کولاى شو.
8 _ د ارواپوهنې د علم په مرسته خلکو ته هوساینه او اسايش ورکولاى شو.
9 _ د ارواپوهنې د علم په مرسته کولاى شو چې د درملو اړتيا کمه کړو.
10 _ د ارواپوهنې د علم په مرسته کولاى شو چې د حالاتو سره تعامل وکړو.
11 _ د ارواپوهنې علم د خلکو د ژوند کيفيت ته وده ورکوي.
12 _ د ارواپوهنې د علم په مرسته د مجرم او ناروغ ترمنځ فرق کولاى شو.
لیکنه: داوود امین