د امریکا مریدانو اوس په کې څه وایاست ؟

پیړۍ وشوې چې په یو شمیر مسلمانانو کې د پردیتوب احساس پیدا شوی دی، د هسپانیې او پرتګال له پخواني استعمار نیولې، بیا د برتانیې،فرانسې او ایټالیا تر منځني او همدا نن سبا د امریکا تر اوسني استعمار پورې  د ډیرو اسلامي ملکونو مسلمانو اتباعو خپل تقدیر له صلیبي غرب سره تړلی. د هغوی له افکارو، معتقداتو، دودونو او عاداتو یي رنګ اخیستی او غواړي خپل اولس هم د غرب د بي دینۍ په رنګ ورنګوي.

دغه ډول د پردیتوب احساس ځپلو مسلمانانو د غرب د خوشالۍ لپاره خورا ډیرې قربانۍ ورکړې، د سیاست په ډګر کي یي ټول نظامونه د هغوی تابع کړي، تعلیمي سیستمونه یي د غرب په ډول طراحي کړي حتی د امریکا او نورو غربیانو د پوځي یرغلونو په مهال یي له هیڅ ډول قربانۍ او جان نثارۍ ځانونه نه دي سپمولي .

مګر آیا هغه غرب چې له دغه ډول پردي شویو مسلمانانو څخه د خپلې استعماري بګۍ د ټټوانو کار اخلي  خپلو دغو مریدانو ته د قدر په سترګه ګوري او په متقابل احترام ورته قائل دي؟

په دې وروستیو کې  یو ځل بیا د اروپا په خوا د غرب زده مسلمانانو ډلییزه کډوالي پیل شوې ده، دوی ځانونه د غرب همفکره بولي  او له غربي حکومتونو غواړي چې پناه ورکړي، مګر غرب له خپلو دغو مریدانو سره داسې چلند کوي چې څوک یي شاید له بد دښمن سره هم ونه کړي.

همدا پرون د امریکا په راروانو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند یوه مطرح کاندید ډونالډ ټرامپ په ډاګه غوښتنه کړې چې د امریکا پولې دې په کلکه د مسلمانانو په مخ وتړل شي. یعني هیڅ مسلمان ته دې اجازه نه ورکول کیږي چې د امریکا ځمکې ، فضا یا اوبو ته داخل شي.

د ټرامپ غوښتنه مطلقه ده،او کله چې حکم مطلق وي مراد ترې فرد کامل وي، له امریکا د ممنوعیت کامل صورت دادی چې کډوال، پناه غوښتني،سیلانیان ، کارګر،محصلین، سیاستوال او تر هر نامه لاندې مسلمانان دې له  امریکا څخه منع کړل شي.

معمولا د امریکا پولو او دروازو ته  هغه مسلمانان رجوع کوي چې د امریکا سره همفکره او د ملګرتیا تار ورسره لري نو ځکه د ټرامپ خبره هم دوی ته متوجه ده.

اوس دې نو دغه  ډله د اسلام دعوه داران چې د امریکا لپاره له هرڅه تیر دي له خپلو قربانیو سره د امریکا متقابل چلند موازنه کړي چې دوی ورته څومره وینې تویې کړې او هغوی یي په څومره سپک وضعیت سره له خپلې دروازې شړي او خاورې ته یي نه ورپریږدي.

د امریکا مریدانو چې د الله په ځای یې په ناوړه او نامرده بشر پورې هیلې غوټه کړې وې اوس دې نو خپل نصیب ته ژاړي.

رښتیا چې کفار سخت ناځوانه دي چې په هیڅ دوستانه او ارادت نه ارزي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button