د فيسبوک منفي او مثبت اړخونه

تکنالوژي که هرڅومره پر مخ ولاړه شي، د مثبتواړخونوترڅنگ حتمي منفي خواوې هم لري ٬ دامنوچې د تکنالوژۍ له برکته الوتکې په هوا وگرځېدې، دلرې واټن مسافرين يې د سترگو په رپ کې خپلومقصد ځايونوته ورسول ٬ دتيارود روښانه کولولپاره بريښنا پيدا شوه اوورسره جوخت د ماشين څرخ پر حرکت راغی توليدات يې وکړل ، بشرخلا ته وخوت، سپوږمي يې تسخيرکړه ، دا ټول د ټکنالوژۍ مثبت اړخونه گڼلي شو، خوهمدغې ټکنالوژۍ د پورته ټولوښېګڼوترڅنګ بد ګڼې هم درلودې ، هغه داچې اتوم بمب جوړ شو، چې استعمال يې په يوه شيبه کې هستۍ فنا کوي ، د مسافروړونکوالوتکوترڅنگ بم غورځونکې جيت الوتکې په هوا وگرځېدې پر بيگنا ه اوبې دفاع انسانانو يې بمونه واچول هغوي يې د ځان په وينورنګ کړل ، قاره پيما توغندي وازمويل شول ، د اړيکونيولوسيستم داسې پرمختگ وکړچې نړۍ يې دانترنيت په ذريعه ديوه کورپه شان سره نږدې اوونښلوله ، د انترنيت په کورنۍ کې فيسبوک واتساب ، انستاګرام ، تويتراودې ته ورته په لسګونونورې ذريعې کشف شوې چې دځينويې له گټې نه زيانونه ډېرشول چې يوله دې ډلې څخه د انترنيت دکورنۍ فيسبوک دي که منفي وکارول شي ترټولوبده اوخطرناکه وسيله ده خومعلومېږي چې اوس يې بشرته د خدمت پرځاي دتباهۍ لاره خپله کړې ځکه هغه څه پکې خپرېږي چې ټول دبشر پر ضد دي اوعلي الخصوص د نويوځوانانود ګمراه کولو لپاره هغه لوڅې (جنسي) خپرونې پکې کېږي چې د بشريت مقام يې ترپوښتنې لاندې را وستلی نو په دې توګه په زغرده ويلاي شو چې دا فيسبوک نه بلکې فحشا بوک دي .

د فيسبو ک پر خپرونو له خپل سرور پرته د بل کنترول نشته نو ځکه په زيات شمېر کسان او په تېره بيا ښځې ددغه ملعون سيستم قرباني شوي دي ، دقرباني شويوکسانوخبره څوک نه اوري ځکه يوشميرداسې رواني ناروغان هم فيسبوک ته لاسرسي لري چې له چا سره دښمني ولري په ډيره آسانۍ يې په نامه او ترعکس لاندې جعلي آيدي جوړولي شي ، بيا نوراشه ننداره کړه (!)

داسې ضمانت نشته چې د جعلي آيدي جوړوونکي پرې پيدا اويا يې جعلي فيسبوک کنترول اوله منځه لاړشي. دا ضمانت د فيسبوک د هغه سرورپه لاس کې دي چې د مسلمانانو ترمنځ فحشا خپروي .

اوس په فيسبوک کې مثبت او علمي پوستونه نشته او د مسلمانانو پر ارزښتونو داسې ملنډې پکې وهل کېږي چې لومړي د اسلامي ارزښتونوپوست او سمدلاسه د فحشا پوست ليدل کېږي دا تجربه شوي هېڅکله داسې نه دي ليدل شوي چې دا ضد و نقيض قطبونه دې له يو بله لرې وي .

لکه د مخه چې وويل شول د  فيسبوک د جعلي آيدي ګانوبد غوني جوړوونکي پر بيگناه ښځوهم صرفه نه کوي اوفوتوشاپ څخه په گټې اخيستنې د هغوي عکسونه داسې ډيزاين او جوړوي چې تفصيل ته يې حاجت نشته.

 فيسبوک د متخاصمواشخاصو يا ډلوترمنځ دشپې پاڼوپه ډول هم کارول کيږي چې زياتره لويان او با رسوخه کسان ددغې پديدې قرباني اوښکارگرځي .

د پورتنيو قرباني شويوکسانولپاره په هېڅ مرجع کې عدالت نشته که دوي د مخابراتو وزارت د فيسبوک ادارې ته مراجعه کوي هغوي لنډ وايي زموږ پر فيسبوک کنترول نشته .

خوکه چېرې دفيسبوک پر ضد کومه نيوکه کومنټ کېږي او يا يې پر ضد کوم پوست کېږي بيا سمدلاسه د نا معلومې مرجع لخوا غبرګون ښودل کېږي ، اخطار ورکول کېږي او يا هم آيدي بندېږي چې دا ثابتوي دفيسبوک چلوونکي د هرچا پوست تعقيبوي که ددوي په ضرر وي  ايدي له منځه وړي اوڅوک د بل چا لخوا په فيسبوک کې قرباني شوي وي او له دوي د مرستې غوښتنه وشي په هغه بيا خاشه اچوي، فيسبوک له اسلامي امارت سره په بشپړه دښمنۍ کې پرمخ روان دي په دې اړه په زرګونومستند موارد موجود دي ځکه که چېرې د اسلامي امارت د بريا په اړه کوم پوست وشي سمد لاسه آيدي له اخطارسره بندېږي.

د مجت ماما په نوم يو کس وايي ما د اسلامي امارت د رسنيو لخوا د ملک د پرمختګ په اړه خبرونه واورېدل خوشحاله شوم هيلې اواميدونه مې را وټوکېدل په خپله فيسبوک پاڼه مې وليکل :

[دخبرونوله تحليل څخه معلومېږي چې افغانستان به که خداي کول د پرمختګ په لوري ګام په ګام پرمخ درومي ، افغانان په تيرو څلورو لسيزو کې وځورېدل او ودردېدل ، الله پاک عادل ذات دی  او کارونه يې په مداروي ]

مجت ماما وايي سمد لاسه مې د فيسبوک پر پاڼه ددې پر ځاي چې دنوروخلکو پوستونه ننداره کړم د څو مسلسلو ورځو لپاره لاندې اخطارترسترګو کېده.

(موږ ستاسې پرحساب د خونديتوب د اندازي په توګه ځکه بنديزلګولي چې ستاسې له ځينو فعاليتونو څخه داسې ښکاري چې زموږ له مقرراتو سرغړونه کوئ)

خفه شوم له يوې اوونۍ وروسته مې کله چې فيسبوک بيا فعال شودا ځل مې په خپله آيدي و ليکل

[داسې ښکاري چې فيسبوک اوس په فحشا بوک اوښتي اطمينان درکوم چې ژربه مو اولادونه له دې وارداتي کفري شبکې خلاص شي که طالبان يوڅه همت وکړي]

خو داځل اخطارد مخکې په پرتله په نويواو داسې خطرناکوکلماتو ليکل شوي و

(موږ ستاسې حساب ته محدوديتونه اضافه کړل ، تاسې نشي کولاي چې زنګونه وکړئ اوپه زنګ کې ګډون

ستاسې پوست د خطرناکو افرادو اوسازمانونولپاره زموږ د ټولنې د معيارونو پر ضد دي)

د مجت ماما وينا ده له هماغه تاريخ وروسته مې آيدي وتړل شوه خو ددوي د مسيژونو ايسکرين شاټ مې د سند په توګه خوندي ساتلي ، تراوسه له دغې شبکې نه ډيرشکايتونه شوې دي خود مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت شاهد دي چې د چا شکايتونه يې نه دي اورېدلي. داشبکه نه يوازې شخصيتونه جرحه کوي له بل پلوه لويه استخباراتي شبکه هم ده چې د نړۍ د يوازې يوه ابرقدرت په واک کې ده چې د خپلو موخو لپاره له بل هرچا ډيرکارترې اخلي يا په بل عبارت  فيسبوک د جاسوسي لپاره هغه لوي اوله  ټولوسترماشين دي چې تراوسه يې بيلگه نه ده اختراع شوې.

که څه هم دنړۍ په يوشميرهېوادونوکې د اړيکو دې وسيلې (فيسبوک) ته د فعاليت اجازه نه ورکول کيږي خو افغانستان يو داسې ملک دي چې د مخابراتو وزارت په ډکه خوله وايي چې موږ ته انترنيت چې فيسبوک  يې يوه شاخه ده له داسې هېوادونوڅخه را ځي چې پخپله يې موږ ترې غواړو او اړتيا ورته لرو او موږ يې د مخنيوي او کنترول اجازه هم نلرو نوځکه فيسبوک د افغانستان د ټولوارزښتونوخلاف خپرونې کوي او بله لويه ستونزه داده چې په فيسبوک کې هيڅ راز پټ نه پاتيږي او د څارگرو شبکو لپاره يوه داسې ډاډمنه او بې خطره معلوماتي وسيله ده چې هيڅوک پرې کنترول نشي لرلاي  د ويکې ليکس د وب سايډ د بنسټ ايښودونکي جوليان آسانژقول دي (هغه څوک چې خپل او يا د کوم دوست مشخصات  فيسبوک ته سپاري بايد وپوهيږي چې د آمريکا د جاسوسۍ شبکې لپاره يې وړيا خدمت کړي دي.

د  فيسبوک په جوړولو په  ۲۰۰۴م کال د( مارک زوکربرک)  په نوم د ارواح پوهنې پوهنتون  يو آمريکايې محصل د پوهنتون په ليليه کې وتوانېد نوموړي په ۱۹۸۵م کال د نيويارک ښار کې زيږېدلي دي

د  فيسبوک شبکه په پيل کې د محصلينو ترمنځ کاريده خو ورووسته د امريکا د لوړو زده کړوله  نورو موسسو سره هم ونښلول شوه تر څو وروسته د امريکا د حکومت ورپام شو او هغه ته ددې زمينه برابره شوه چې د يوې نړيوالې انترنيټي شبکې په توگه وکارول شي چې په دې توگه مارک د  فيسبوک د بنسټ ايښودونکي په توگه وپيژندل شو او په ۲۰۰۸م کال د نړۍ د ځوانو ميلياردرانو په ډله کې وشميرل شو اواوس د خپل هغه شرکت عامل مديردي چې نوموړي شرکت د امريکا د څارگرۍ شبکې په ولکه کې دي

پخپله مارک بيا د  فيسبوک په اړه وايي : ( فيسبوک د وگړودکنترول تر ټولو يوه قوي او پياوړې وسيله ده چې تر اوسه اختراع شوې ده )  اوسني تخمين ښيې چې څه باندې شپږ سوه ميليونه وگړي د نړۍ په سراسر کې له  فيسبوک نه گټه پورته کوي.

لیکنه: هدايت الله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!