د غزې غميزه او بې احساسه نړۍ
څه کم دوه مياشتې وشوې، چې د فلسطيني مسلمانانو اواسرائيلي اشغالګرانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. د فلسطيني ملت او بيت المقدس د آزادۍ لپاره مبارزه کوونکي حماس غورځنګ پوځي څانګې د اکتوبر پر اوومه پر اسرائيلو له ځمکې، هوا او بحر څخه د طوفان الاقصی په نامه داسې سخت بريدونه وکړل، چې د فلسطين او اسرائيلو د جګړې په ټول تاريخ کې يې ساری نه موندل کېږي.
په دغو بريدونو کې سلګونه اسرائيلي ځواکونه ووژل شول او سلګونه نور يې د القسام ځواکونو ژوندي له ځان سره غزې ته راوستل. د هيواد د آزادۍ، د اسلامي ارزښتونو او وقار د ساتنې او اوږدې محاصرې د ماتولو په موخه دغو عملياتو نړۍ ګوته په غاښ کړه او د اسرائيلو غرور او تکبر يې له خاورو سره خاورې کړ.
د حماس له بريدونو وروسته اسرائيلي اشغالګرو پر غزه سخت هوايي بريدونه ترسره کړل، وروسته يې ځمکنی يرغل هم پيل کړ، چې لا هم جريان لري، داسې ښکاري چې اسرائيلي اشغالګرو په ډېر وحشت سره د فلسطيني ملت ټولوژنې ته ملاتړلې، د جګړې ټول نړيوال بشري قوانين يې نقض کړي او هيڅ راز قانون ته پاملرنه، نه کوي. په دغو بريدونو کې تر اوسه پورې لسګونه زره فلسطيني مسلمانان شهيدان شوي، تر دې ډېر ټپيان دي، سلګونه زره بې کوره شوي او د غزې ښار تقريباً ډېره برخه ويجاړه شوې ده.
خو نړۍ د اسرائيلي وحشت پر وړاندې نه يوازې بې مسؤليته چلند کړی، بلکې د امريکا په شمول ځينې هغه دولتونه او سازمانونه چې ځانونه د بشري حقونو سرلاري بولي، په ډېره سپين سترګۍ د اسرائيلو ملاتړ کړی او د حماس له لوري د ازادۍ او حريت لپاره کېدونکې مبارزه يې محکومه کړې ده.
په دې برخه کې چې چاته ډېره د پړې ګوته اړول کيږي، هغه اسلامي نړۍ او ملګري ملتونه دي. په نړۍ کې اوس تقريبا تر ۶۰ پورې اسلامي هيوادونه موجود دي او ځينې يې ډېر پرمختللي پوځونه، ښه تجهيزات او ځواکمن اقتصاد لري؛ خو د مسلمانانو د مشترکې لومړۍ قبلې د ازادۍ لپاره يې خپل مسؤليت نه دی اداء کړی. دغه راز ملګرو ملتونو هم تراوسه پورې د اسرائيلي وحشت پر وړاندې غوڅ دريځ نه دی نيولی. له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته ملګري ملتونه د نړۍ د امنيت ساتنې لپاره رامنځته شول؛ خو اوس په عمل کې د نړۍ نه، بلکې د ځينو لوديځو هيوادونو د ګټو لپاره کار کوي.
دغه جګړه کې که څه هم فلسطيني ملت ته خورا ډېر ځاني او مالي زيانونه واوښتل؛ خو ډېرې ګټې او برياوې يې هم ترلاسه کړې، چې ځينې يې په لاندې ډول د يادونې وړ دي.
دغې جګړې د اسرائيلو غرور وننګاو او دايې ثابته کړه، چې په زور و ځواک سره د فلسطيني غيور ملت مبارزه له منځه نه وړل کيږي، بلکې لا ځواکمنيږي.
دغه راز يې په نړيواله کچه د فلسطيني خپلواک دولت د رامنځته کولو لپاره پراخ ملاتړ ترلاسه کړ. تقريبا په ټوله نړۍ کې ميليونو خلکو د فلسطين په حق کې خپل غږ پورته کړ.
په دې جګړه کې اسرائيلو ته دومره پراخ ځاني او مالي زيانونه واوښتل، چې د اسرائيل او فلسطين جګړې له پيل راهيسې يې ساری نه موندل کيږي.
مسلمانان بايد همداسې وي او د خپلو ارزښتونو د ساتنې لپاره د سر او مال قربانۍ ته تيار وي، دغسې مبارزې خورا مثبتې پايلې لري او پای کې د ازادۍ لامل کيږي، چې تر ټولو نږدې او غوره مثال يې د امريکايي او ناټو اشغال پر وړاندې د افغان مجاهد ملت مبارزه وه، چې پايله کې اشغال ماته وخوړه او دا دی هيواد مو ازاد او خپلواک دی. الحمدلله.
لیکنه: عطاء الله مبارز