Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د افغانانو یوه جدي او مهمه غوښتنه !

افغان مؤمن او مېړنی ملت د یو اسلامي حکومت او دیندارو مسلمانو حاکمانو د رعیت په توګه یوه انتهايي ډېره ضروري او مهمه اړتیا لري، یوه داسې اړتیا چې هم له دیني پلوه مهمه ده، هم د حیا، عزت، ناموس، عقل او غیرت له پلوه ډېر د روند وزن لري. یقیناً دا زموږ د خلکو یو داسې حق دی چې په هر صورت او هر قیمت یې ورکول او دا غوښتنه یې پوره کول په کار دي- بې له شکه دا د همدې موجوده مشرانو ذمه واري ده او پر همدوی لازمه ده چې د خپل رعیت د دغې شدیدې اړتیا پوره کولو ته په کامل اخلاص او جدیت ملاوتړي او داسې په بیړه لاس په کارشي چې د سبا کار هم دا نن ماښام لاپیل کړي.

دا اړتیا ځکه مهمه ده چې زموږ د ګردسره نارینه و د میندو، خویندو، لوڼو، او مېرمنو مجبوري ده- موږ پوهیږو چې زموږ ښځینه طبقه تر نارینه ولا ډېرې مجبورۍ او معذورۍ لري- د هغوی ناروغتیاوې تر نارینه و زیاتې او پلټنه یې هم د خپلو نارینه و او هم خپله د یادو ښځمنو لپاره د خورا ډېرې شرمندګۍ او خجالت باعث ګرځي. آیا زموږ کوم مسئول چارواکي دا فکر کړی چې زموږ لیرې اطرافی کلیو او بانډو کې به څومره داسې حیاناکې مېرمنې وي چې د خپل بدن مختلفو غړیو کې به له بېلابېلو رنځونو کړیږي خو ښځینه طبابت ته د نه لاس رسي له امله به فقط د الله تعالی په اسره شپې ورځې تېروي، څومره به کړیږي، زګروېږي او ژړیږي؟ او آیا دې ته به چا پام کړی وي چې کله یوه پرده پوښه تورسرې کوم ډاکټر ته پرته وي او هغه یې د بدن پربېلابېلو برخو لاس وهي، پر هغې او خپل نارینه به یې څه حال تیریږي او تر څومره فشار لاندې به راځي؟

حقیقت دا دی چې زموږ خلک د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ښځینه ډاکټرانو له شدید کمښت سره مخ دي، خو دا ستونزه بیا په اطرافی سیمو کې ترسل سلنې هم وراوښتې. که څه هم زموږ د ټولو ولسونو ترمنځ دا خبره بیخي عامه ده چې وايي دا د ضرورت حالت دی او په ضرورت کې نارینه ډاکټر ته بالکل جایزه او د ښځې د بدن هر متأثره اندام ته لاس وروړلی شي ! خو تاسې او خدای(ج) د داسې حالت زغملو نه مرګ غوره نه دی؟ او تر ټولو مهمه دا چې ضرورت خو یونادر او عارضي حالت دی او سمه ده چې هماغسې مشروعیت به ولري، خو آیا د یولوی ملت او هغه د خدمتګار قیادت لپاره هم دا جایزه ده چې د تل لپاره همداسې یو شرمونکي ضرورت ته تسلیم او پرهمدې حالت ځان صبر کړي؟

طبعاً دا صورت نه معقول او نه مشروع دی، بلکې د همدې بې وزله، محروم او پاک زړي ملت د حاکمانو پر ذمه واجب او لازمه ده چې د خپل رعیت دغې اړتیا پوره کولو ته جدي پاملرنه وکړي. په دې مانا چې په پراخه کچه دغټ شمېر ښځینه ډاکټرانو د ښوونې اوزنې انتظام وکړي- څو د طب هره څانګه کې په لوی شمېر مسلکې او ماهرې ډاکټرانې ولرو او د هېواد لرو بر کې هر روغتیايي مرکز کې په کار وګمارل شي او په دې ډول زموږ د خلکو دغه بشري اړتیا په سمه توګه حل کړي شي- څوک شته چې د خلکو دا غوښتنه د زړه په غوږو واوري؟

لیکنه: فاروق غلجی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button