تخار، درقد کي ددو قومندانانو په ګډون ۱۸ تنه عسکر وژل شوي

دتخار په درقد ولسوالۍ کي له تیري شپې راهیسي دطالبانو او عسکرو ترمنځ سختي جګړې شوې، چي په پایله کي یې عسکر له سيمي شاتګ ته اړ شوي دي.

راپورونه وايي، چي تیره شپه لس بجې ګڼ شمېر عسکر ددرقد ولسوالۍ دنیولو لپاره سیمي ته ورغلي وو، چي طالبانو له څلورو لوریو څخه بریدونه پرې پيل کړل او تر نن ۱۰ بجو پوري دیادي ولسوالۍ په اسلام اباد سیمه کي سخته جګړه روانه وه.

ویل کیږي، چي په جګړه کي یوشمېر پوځي ګاډي هم دطالبانو له لوري ویجاړ شوي دي.

طالبانو په یوه بیان کي ویلي، چي په جګړه کي یې د۲ قومندانانو په ګډون ۱۸ تنه عسکر وژلي او نور عسکر يې له سیمي څخه شاتګ ته اړ کړي دي.

په جګړه کي ۴ تنو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا څلورم ځل دی، چي دولت ددرقد ولسوالۍ دنیولو لپاره عملیات ترسره کوي، چي تراوسه پرې بریالي شوي نه دي.

طالبانو ویلي، چي ددوی وسله وال او پوځي قطعې په سیمه کي شتون لري او په ډیره مېړانه له عسکرو سره جګړه کوي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button