Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

افغان کرکټ بورډ له دریو لوبغاړو بندیزونه ایسته کړل

عزم(دوشنبه، د مرغومي ۱۹مه، ۱۴۰۲): د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د کرېکټ ملي لوبډلې پر ۳ تنو لوبغاړو یې بندیزونه بیرته لرې کړي دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ څه موده وړاندې پر دریو لوبغاړو نوین الحق، مجیب الرحمن او فضل الحق فاروقي د مرکزي تړون د نه لاسلیک کولو له کبله بندیزونه لګولي وو، چې بیګاه یې په خپله فېسبوک پاڼه ولیکل چې دې لوبغاړو مرکزي تړون ته غاړه ایښي او بېرته یې ترې بندیزونه اخیستې دي.
یاده دې شي چې دا لوبغاړي اوس کولی شي چې په سوداګریزو لیګونو کې هم پرته له خنډه لوبې وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button