عجائب الزمان
لیکوال : زخمي افغان
موږ به هسې معاصر وخت آخري زمانه بلله،مګر اوس چې ځیني روانو پیښو ته ګورو داسې معلومیږي لکه موجوده زمانه چې رښتیا وروستۍ وي ځکه داسې عجائب او غرائب اورو او ګورو چې د سړي د قیامت د علامو شک پرې راشي،دا لنډه لیکنه شاید ددې ټولو عجائبو د احتوا توان ونلري خو هڅه به وکړو چې د هر بخش اړوند مشت نمونه خروار یوه یوه نادره درته تقدیم کړو ، په دې هیله چې له خندا مو ورته بډوګي منفجر نشي .
امنیت
امنیت د اکسیجن غوندې دانسان لومړنی ضرورت بلل کیږي،واکمن حکومت هم ځان امنیت ته ژمن بولي او نړیوالو خو دامنیت لپاره شپږشلې زره عسکر راستولي دي،خو له دې سره سره داچې په دې برخه کې د حکومت او نړیوالو لاسته راوړنې څومره دي کیسه به یې د دننګرهارد ولایتي شورا د مرستیال ذبیح الله زمري له خولې واورو:
ذبیح الله زمری د لمر تیلویزون په تودې خبرې پروګرام کې وایي: په ننګرهار کې دامنیت دا حال دی چې د هسکې مینې د امنیت مسؤل یعني امنیه قومندان چې کله له ولسوالۍ څخه مرکز جلال اباد ته ځي، نو په أمن سره د رسیدلو لپاره زرنج رکشه کرایه کوي،د ولسوالۍ په بازار کې یودانه د خټو تنور رانیسي، تنور په زرنج کې باروي او خپله د تناره په منځ کې کیني، رکشا جلال اباد ته حرکت کوي او قومندان صاحب د تناره له مورۍ څخه یوه خوا بله خوا وارخطا وارخطا ګوري چې هسې نه تر برید لاندې راشي .
ذبیح الله زمری وایي : کله چې د امنیت د قومندان صاحب خپله دا حال وي، نو د نورو به څه حال وي،د زمري په وینا دا پیښه کومه اعجوبه نه ده بلکې د لرې پرتو ولسوالیو د چارواکو لپاره دغسې حفاظتي کړنې اوس عادي بلل کیږي.
حکومتداري او رسمیات
د حکومتدارۍ برخې ته که سروښکاره کړو،نو خبره یو مخ نخرو ته رسیدلې،اشرف غني او جلالتمآب دوکتور محترم عبدالله ثم عبدالله یوله بل سره په سیالۍ فرمانونه صادروي،ددوی فرمانونه د کمیت او کیفیت په حساب داسې ناشولته دي چې له خلکو یي د نورمحمدترکي د فرمان پرانۍ کیسې هیرې کړي دي.
دم درمهاله دواړو ارګوالو د فرمان صادرولو څو سینچرۍ وهلې او مسلسل نمبر زریزې ته قربت کوي،ولسمشر غني له ارګه نیولې بیا د چهارراهي قمبر تر ترافیک پورې ټول پرسونل او چارې په ګورت کې نیولې او سرچپه حکومت پرې چلوي،اشرف غني په وروستي فرمان سره امریکا ته درسمي سفر د تمهیدي چارو ترسره کولو لپاره د مالیې وزیر اکلیل حکیمي ته دیپلوماتیکه دنده سپارلې، په داسې حال کې چې دغه کار د قانون له مخې د خارجه وزارت دی ، خوخارجه وزیر صلاح الدین رباني دې نه خپه کیږي،کیدای شي په کوم فوق العاده فرمان سره د ګمرکاتو د تفتیش د کمیسیون مشري وروسپارل شي.
خبره مو د اشرف غني د وروستي فرمان وکړه،دې سره د عبدالله وروستی فرمان رایاد شو،ډاکټر عبدالله هم په خپل وروستي فرمان سره د ترکي اووم نمبر فرمان ته شکست ورکړی، ډاکټر عبدالله په یوه متحدالماله فرمان کې امر کړی دی، چې له دې وروسته دې یوازې عبدالله عبدالله نه بلل کیږي،بلکې رئیس اجرایه حکومت جمهوري اسلامي افغانستان جلالت مآب محترم دوکتور عبدالله عبدالله باید ورته وویل شي .
د فرمانونو د چارو پوهان وایي چې دغه فرمان دومره قاطع دی چې که چا د دوکتور په ځای ډاکټر وبللو هم نو دسر خیر یي نشته،خو زمود هیواد عام اوسیدونکي چې دغه فرمان اوریدلی په نیشداره خندا سره یې ورغبرګه کړې ده چې : هــــــــــــــی ډانتره ! وشړېږې لا له دې فرمان سره،چې یي وغواړې په خوله ، خورې به یې په څه؟
اجتماع
په ټولنې او جامعې ته سرورښکاره کړو نو له ښارونو ماوراء خو وضعیت په زاړه حال دی،اما په شارونو کې د مدني فعالیتونو په نامه یو لړ تغیرات او ابتکارات ترسره کیږي.
تاسو به هم حیران شوي یاست چې دغه مدني فعالیت او مدني اعتراض بیا څه معنی؟ هیڅ مه حیرانیږئ مدني فعالیت نن سبا تر ټولو اسانه کار او مفت فعالیت دی ، پرتوګ په چپه خوا واغونده واټ ته راووزه ، خبریالان به دې جانانه عکسونه واخلي او دمدني اعتراض په نامه به د معتبرو رسنیو سرخي ترې جوړه شي.
که په چپه خوا د پرتاګه اغوستلو توجه جلب نه کړه نو د مدني فعالیت د اصولو له مخې باید پرتوګ وایستل شي او له جرابو سره د شهرنو په جادو ګشت وګذار وشي،دا هم مدني اعتراض بلل کیدای شي.
له دې سره په څنګ کې د نارینه وو لخوا چادرۍ اغوستل،د ښځو لخوا بایسکلونه ځغلول او دې ورته سرچپه کارونه ټول مدني فعالیت بلل کیږي چې په دې وروستیو کې یي په ښارونو کې ښه بازار موندلی.
پیشرفت او انکشاف
پخوا به خلکو ویل چې د حبیب الله کلکاني په وخت کې افغانستان دومره پرمخ تللی و،چې د کابل په حضوري چمن کې به خره څرېدل،د بشر او حیواناتو د حقوقو کارپوهانو دغه کار ستر پرمختګ باله ،چې حتی خرو ته ورزشي لوبغالو ته د داخلیدو حق ورکول کیده.
خو تر هغه سل کاله وروسته اوسنی حکومت دومره پرمختللی دی،چې خره نه یوازې په حضوري چمن کې ګرځیدلی شي، بلکې د پلازمینې په کتاب ښار کې یي لمانځنغونډه هم جوړیږي.
هوکې ګرانو لوستونکو ! دا نه ټوکه ده او نه هم ګپ شپ، بلکې د شمشاد ټیلویزون راپور دی چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د ملي غورځنګ په نامه د یوې مدني ټولنې لخوا د خره لمانځنغونډه جوړه شوې وه، مدني فعالانو وویل چې خر هسې د خلکو ترمنځ په احمق مشهور شوی دی، کنه دغه څلور بول حیوان دومره پرمختللی او باسلیقه دی،چې د څښاک په مهال اوبو ته یوځل ورپوکي او بیا ترې غړپ کوي،مدني فعالانو ویلي چې د نړۍ د ترټولو لویې دموکراسۍ یعني امریکا د واکمن ګوند انتخابي نښه خر دی، او داچې امریکا له افغانستان سره ډیرې مرستې کړي دي، نو باید دخره قدرداني وشي.
خو زموږ د کلي یوه هوښیار سړي د مدني فعالانو ددې استدلال په باره کې ویلي چې که خبره د مرستو شي نو بیا خو باید مدني فعالانو د خره په ځای سپی لمانځلی وای، ځکه خر به یوازې د اوباما انتخابي نښه وي، اما سپی د امریکایي پوځ د لومړۍ کرښې جنګیالی دی،چې په ټولو کوماندویي عملیاتو کې ورسره شرکت کوي، تراوسه به شاید کوم امریکایي خر په افغانستان کې نه وي وژل شوی اما په لسګونو امریکایي سپي دافغانستان په جګړه کې وژل شوي، لنډه داچې امریکایي سپیانو د دموکراسۍ په لار کې قربانۍ ورکړې،ټپیان شوي،ستومانه شوي او حتی د لغمان د پیښې غوندې بندیان شوي دي.
دې ته په پام سره دغو مدني فعالانو باید د سپي ستاینغونډه جوړه کړې وای ترڅو یي د امریکایي سپیشل فورس او بلیک واټر ځواکونو د عملیاتي همکارانو حق اداء کړی وای .