ګرشک کي ډله ييز بریدونه اوس هم روان دي

نن سهار یوشمېر سرتيري برید کونکي د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ او امنیت ودانۍ ته ننوتل، چي له امنیتي ځواکونو سره يې جګړه پيل کړه.
راپورونه وايي، چي اوس هم په سیمه کي د سرتيرو بریدکونکو اوعسکرو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
طالبانو په یوه بیان کي ویلي، چي یوشمېر سرتيري بریدکونکي، چي په درندو او سپکو وسلو سمبال دي اوس هم له عسکرو سره په جګړه بوخت دي.
ورکړل شوي راپورونه وايي، چي جګړه د ولسوالۍ په ودانۍ، امنیه قومندانۍ، د ملي امنيت په ودانۍ او نورو دولتي تاسيساتو او پوستو باندې روانه ده.
طالبان وايي، چي د جګړې په ترڅ کي لسګونه عسکر وژل شوي دي.
د هلمند چارواکو وړاندې وویل، چي ټول بریدکونکي وژل شوي او جګړه پای ته رسېدلې، خو په سیمه کي عیني شاهدان وايي، چي لا هم سخته جګړه روانه ده.
عادل خپلواک