د موبایل ټیلیفونونو د چارچ ستونزې ته د حل لار پیدا شوه

د سټندفورد د پوهنتون یو تن پروفیسور د موبایل ټیلیفونونو د چارچ ستونزې ته د حل لاره پیدا کړه

کاپوهانو د موبایل ټیلیفونونو لپاره داسې بطرۍ جوړې کړي چې په یوې دقیقه کې جارچیږي. پدې نوو جوړو شوو بطریو کې د لیتیوم پر پرتله لا زیات ډاډمن چې د سوځیدو او یا هم د چاودنې خطر هم نلري د المونیم نه کار اخیستل شوی دی.

دا بطرۍ یواځې په یوه دقیقه کې پوره چارچیږي. دا بطرۍ خپل قوت د المونیمو نه د جوړو شوو حجرو نه ترلاسه کوي او د لیتیوم په پرتله لا زیاتې ډاډمنې دي. دا بطرۍ په اسانۍ سره زیان نه ویني او د سوځیدو او یا هم د چاودنې خطر يي ډیر کم دی.

د سټنډفورد د پوهنتون څیړونکو ویلي دي چې دا نوې بطرۍ به د پخوانیو بطریو په پرتله لا زیات چارچ وساتي.

د یاد شوي پوهنتون د کیمیا د څانګې یو تن پروفیسور چې یادې شوې بطرۍ جوړې کړي ویلي دي چې دا نوې بطرۍ د پخوانیو بطریو په پرتله چاپیریال ته زیان هم نه رسوي. نوموړي ویلي دي که چیرې دا نوې بطرۍ په برمې سورۍ هم شي نو بیا هم د سوځیدو امکان يي نشته.

د یادولو وړ ده چې نوموړي پروفیسور ددینه وړاندې هم دا ډول بطرۍ جوړې کړې وې خو یواځې ۱۰۰ ځله د چارچ نه وروسته د فعالیته غورځیدلې وې. دا ځل جوړې کړې بطرۍ يي ۷۵۰۰ ځلې په چارچ کې ازمایلي دي خو د هیڅډول ستونزې سره ندی مخامخ شوی .

د لیتیوم بطرۍ یواځې زر ځلې په چارچ کې د کیښودو عمر لري.

د trt پښتو ویب پاڼې نه په مننه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button