طالبانو د فاریاب په ولایت کې د یوې قرارګاه او ۶ پوستو د نیولو خبر ورکړی

عزم/ د طالبانو ویاند قاری محمد یوسف احمدي په خپله ټیوټر پاڼه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دیوه پراخ وسلوال برید په نتیجه کې یې د فاریاب ولایت د قیصار په ولسوالي کې د امنیتي عسکرو یو لوي پوځي مرکز او ۶ امنیتي پوستې نیولې، خبر پاڼه زیاتوي په یاده سیمه کې اوس هم جګړه روانه ده
د پیښې په اړه تر دې دمه د کورنیو چارو وزارت څه نه دي ویلي ،په فاریاب کې امنیتي سرچینې حمله تاید کړې خو د پيښې د جزیاتو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
احمد بشار