تازه خبر: مزارشریف کې په څارنوالي او محکمه باندي ډلیز بریدشوی
عزم/ دبلخ ولایت له مرکز مزار شریف نه په تاره ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي نن له غرمې وروسته د مزارشریف په ښار کې د څارنوالۍ او دوهمې محکمې په ریاستونو باندي ډلیز وسلوال برید ترسره شوی، خبر زیاتو ي چې دپیښې له ځایه اوس مهال هم د ډزو اوازونه اوریدل کیږي،د مزار شریف امنیتي عسکر د حملې ځاي ته رسیدلي دي خو تر دې مهاله یې پیل شوې جګړه نه ده قابو کړې.
طالبانو دپيښې مسولیت منلی،دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټیوټر پاڼه باندي خبر پاڼه خپره کړې، نوموړي زیاتوي، د څارنوالي او استناف محمکې ریاستونو ته ګڼ شمیر سرښندونکي له خپلو سپکو او درنو وسلو سره یو ځاي ننوتلي او دودانیو دننه یې په دولتي منسوبینو او مامورینو باندي جګړه پیل کړې،نوموړي زیاتوي په حمله کې درنه مرګ ژوبله اوښتې .
د بلخ ولایت امنیه قومندان عبدالرزاق قادري حمله تاید کړې خو دمرک ژوبلې په اړه یې پوره جزیات نه دي ورکړي.