وروستي معلومات، دمزار شریف په برید کي ۸۰ تنه مړه او ژوبل شوي

دبلخ په مرکز مزارشریف کي دڅارنوالۍ په ریاست او داستيناف په محکمې دډله ييز برید په ترڅ کي دقاضیانو، لوړ پوړو چارواکو په ګډون ۸۰ تنه مړه او ژوبل شوي دي.
طالبانو ویلي، چي په برید کي یې دلوړپوړو چارواکو او قاضیانو په ګډون ۸۰ تنه وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
له بلې خوا د بلخ امنیتي چارواکو ویلي، چي په دغه ډله ييز برید کي دشپږمي حوزې دامر په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي او ۶۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
برید نن غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې په یادو هدفونو ترسره شو، چي دمازدیګر تر شپږو بجو پوري جګړه روانه وه.
دمزار شریف دروغتون ډاکټرانو ویلي، چي دوی ته له بریدونو څخه تر۵۰ زیات ټپیان ور وړل شوي دي.
دمزار شریف امینه قومندانۍ ویلي، چي برید د۴ تنو له لوري ترسره شوی دی، چي دملي اردو جامې يې په تن کړې وې.
طالبانو په خپل بیان کي ویلي، چي دا برید یې په دې وروستیو کي دافغان حکومت له لوري له زندانیانو سره دناوړه چلند په بدل کي ترسره کړی دی.
طالبانو ویلي، چي په محاکمو به یې دا وروستی برید نه وي، بلکه ترڅو چي زندانیان ځورول کیږي، دوی به په محاکمو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
عادل خپلواک