طالبان : دبلخ ولایت په عدلی ادارو برید غچ اخستونکی وو

نن د بلخ ولایت عدلی اداری دطالبانو تر ډله ییزو بریدونو لاندی راغلی .
د بلخ امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر عبدالرازق قادری رسنیو ته وویل، چې نن غرمه دوو بریدګرو لومړی د څارنوالۍ دوه ساتونکی ووژل او له هغې وروسته د څارنوالۍ ریاست ته ننوتل او دولتی مامورین یی په قبضه کی را وستل .
دغه بریدونه چی نن غرمه په ۱۲بجو پیل شوی د ماښام تر شپږو بجویی دوام پیدا کړ دبرید مسولیت طالبانو په غاړه واخیست او دیوی خبر پاڼه په خپره ولو سره یی د ۸۰تنو قضایی مامورینو او پولیسو د وژلو کیدو او ګڼ شمیر نورو دټپی کیدو اد عا وکړه .
طالبان وایی دا حمله یی ځکه کړی چی د افغان دولت د عدلی چارواکو له لوری د دوی له بندیانو سره ناوړه چلند کیږی دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله خبر پاڼه کی ویلی : دکابل ادارې په دا وروستیو وختونو کې د هیواد په مختلفو زندانونو کې له بندیانو سره غیر انسانی چلند پیل کړی دی، چې له هغه جملې څخه یې له ۹۰۰څخه زیات بې ګناه زندانیا د بګرام بدنام زندان ته انتقال کړی، په سلهاوو نور بندیان یې په مختلفو ولایاتو کې تر سختو شکنجو، ظلمونو او تهدیدونو لاندې نیولی دی.
دی وایی چی د اسلامی امارت مجاهدینو هم وپتیله چې د خپلو بندیانو انتقام د کابل ادارې له عدلۍ ادارو او ځارنوالانو څخه واخلی.
همدا راز مجاهد ګوت څنډنه کړی چی د ده په وینا دکابل ادارې په ظالمانه عدلی سیستم به دا د دوی وروستی برید نه وې، بلکې ترڅو چې دغه ارګانونه دبندی افغانانو په وړاندې خپلو وحشتونو او کرغیړنو اقداماتوته دوام ورکوی، دوی به زموږ تر هدف لاندی وی او د هریو بندۍ سره د بد چلند په عوض کې به حساب ورکوی..
آخوا ته بیا دبلخ ولایت امنیتی او روغتیایی چار واکو د ۱۰ تنو مرګ او ۶۳ تنو ټپی کیدل رسنیو ته منلی او ویلی یی دی چی په زخمیانو کی اکثره ملکی کسان شامل دی .
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غنی ننی برید غندلی او د هېواد له ټولو دینی عالمانو او له افغان ملت څخه غوښتی چې په هېوادکې د ناروا وژنو د روانې لړۍ پرخلاف خپل غږ پورته او خپله دینی وجیبه یو ځل بیا ادا کړی.
ولسمشر داهم ویلی چی د افغانستان د خلکو ذلیل او ډارن دښمن تل زموږ پر بې ګناه ماشومانو او مېرمنو برید کړی او د هغوی په وژلو سره یې خپله وحشی څېره نړیوالو ته ښودلې ده.
اجمل خیرخواه