د مجاهدو طالبانو اعدام د بري رمز دی

شبیر احمد عثماني

پرون سهار اولنی مهم خبر دا و، چې داشرف غني حکومت په پل چرخي زندان کې شپږ تنه طالب بندیان اعدام کړل کومه خبرپاڼه چې د اشرف غني له دفتره خپره شوې پکې لیکل شویدي (د اسلام سپېڅلي دین د لارښوونو او د جزا د قانون او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ژمنتیا پربنسټ او ترهګریزو بریدونو کې د قربانیانو د کورنیو له پرله پسې غوښتنو وروسته دغه اعدامونه ترسره شول.)

دا چې رښتیا هم دا اعدامونه شرعي او قانوني حیثیت لري اوکنه دابه وروسته وښیوخود وژنواو اعدامونو دا لړۍ زمونږ په هیواد کې له ۳۸ کلونوراهیسې پیل شویده، کمونستانو(خلقیانواو پرچمیانو) چې دهیواد دملي پوځ نه په نامشروع ډول ګټه پورته کړه یوثابت سیاسي مشروع نظام یې رانسکور کړ په اوله ورځ یې د وخت جمهور رئیس سردارمحمد داودخان له خپلې ټولې کورنۍ سره په ډیره بیرحمۍ وواژه، له هغه راوروسته نو د وژنو دا لړۍ دومره ګړندۍ شوه چې نه کوم دیانتداره قومي مشر پاتې شو نه دیني عالم ، نه دینداره پوځي افسر، نه ښوونکی ، نه محصل او نه هم هغه څوک چې ددوی سیاسي مخالف بلل کیده بلکې ،ترکومه بریده یې چې وس رسیده په ډله ایزډول یې ووژل کله یې هم دیوې قانوني او عادلانه محکمې پریکړه پرې ونکړه.

دپلیګون دښته، دخاد ریاستونه، دلوګرکاریزونه، دکابل او هرات ښارونه، دخوست خواجه متون غونډۍ دداسې وژنوشاهدي ورکوي. کمونستانو دخپل ملت توپ، ټانګ او طیاره دخپل ملت پرټټروکارول. هغه چې دهیواد دازادۍ او اسلامي نظام دحاکمیت لپاره ددوی پر وړاندې دریدلي و که څه هم افغانان و، مسلمانان و ددوی وروڼه، تربرونه، عزیزان اوقومیان و خو کمونستانو ته یې مرګ جواز درلود.
دکمونستانودحاکمیت پروخت روسانود شوروي اتحاد تربیرغ لاندې دخپل پراختیاغوښتونکي سیاست اوشومو موخو پخاطر پرافغانستان یرغل وکړهمدغوافغاني کمونستانو(خلقیانوپرچمیانو) ددوی داهدافو د تحقق پخاطر خپل افغانان بیدریغه ووژل هیڅ کوم بشري قانون او نورم ته قائل نه و. ددوی پر وړاندې دریدلوافغانانو بیا خپل مرګ بهترین شهادت ګاڼه په زندان او سنګرکې وژل کیدونکي افغانان یې د آزادۍ او اسلام اتلان ګڼل. داشرف غني او کرزي رژیمونوملاتړو برخوالو په اصطلاح جهادیانو (سیاف، پیرګیلاني، صبغت الله مجددي، دحزب اسلامي مشران غړي، رباني، امین وقاد، کریم خلیلي، محقق او …..) به هغه وخت دا دلیل راوړ چې هیواد مو اشغال شوی، نظام فاسد او غیرمشروع دی. پرخلاف یې جهاد یوه دیني او ملي فریضه ده او ویل به یې، ددې نظام محکمه اوڅارنوالي هیڅ قانوني حیثیت نلري کړنې او پریکړې یې وحشیانه اوظالمانه دي.

دا چې اوس له یوې نیمې لسیزې راهیسې زمونږ هیواد په مطلق ډول دامریکا لخوا اشغال شوی اوحاکم نظام او چارواکي یې په څرګند ډول دامریکا، روس او بریطانیې جاسوسان اوګوډاګیان دي دحاکم رژیم چارواکي غله او مفسدین دی هیڅ فرد یې دامریکایي پوځ په وړاندې سپڼ نشي کولی نومحاکم یې کوم قانوني حیثیت لري؟!

دشورویانوپرخلاف جهاد کوونکي چې نن دامریکایي اشغال په وړاندې چپ خوله دي بلکې ملاتړي یې دي، پرون یې ولې مجاهد افغانان داسلام او هیواد دآزادۍ اتلان ګڼل؟ او نني مجاهدین تخریبکار اومجرمین ګڼي؟؟؟ روسانوخو بیا هم یوه لاره ځان ته پیدا کړي وه ویل یې چې مونږافغان کمونست حکومت راغوښتي یو خونني اشغال ته څنګه پرتوګ وراغوندي چې مستقیماً یې پرافغانستان یرغل کړیدی. اوس نو معلومه شوه چې داشرف غني ګوډاګی رژیم او محاکم یې هیڅ قانوني حیثیت نلري. دا چې دوی وایي چې دشرعي پریکړې پربناء پروني اعدامونه ترسره شول ډیره دخندا وړ او شرمونکي خبره ده. پوښتنه داده چې ستا رژیم دامریکاپه خوښه رامنځته شوی، خپله دامریکا یو مزدوریې او هغه څوک چې ستاسو په وړاندې جګړه کوي ارمان او هدف یې داسلام حاکمیت اودهرقسم اشغال نه دهیواد آزادي ده، نو دا کوم شریعت دی؟ چې داسې یو سپیڅلی مجاهد دې په اعدام محکوم کړي؟! سخت تیروتلي یاست ستاسوڅیرې په عصري تاریخ کې په ډیره شرمیدلي بڼه ثبت شوې.

دارګ نه په خپره شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې په ترهګریزو بریدونو کې د قربانیانو د کورنیو له پرله پسې غوښتنو وروسته دغه اعدامونه ترسره شول. خو ترهګر څوک دی؟ هغه څوک ترهګر دی چې د هیواد آزادي اواسلامي نظام غواړي او که هغه څوک ترهګر دی؟ چې دخپل هیواد داشغال لپاره لارې هواروي ، ملي نوامیس ترپښولاندې کوي اوهرګام داسلام د صریحو احکامو پرخلاف اوچتوي.
هغه څوک ترهګردی چې دخپل هیواد، ملت اوځان څخه دفاع کوي او که هغه څوک ترهګردی چې هیڅ بشري کرامت ته قائل ندی، مستقل هیوادونه آزاد ولسونه ترخپل تسلط لاندې راولي ، ړندې بمبارۍ کوي او پخپلو کورونوکې دننه بېګناه په خوب ویده خلک بیدریغه وژني او په سپیو یې داړي.

داشرف غني رژیم لپاره ترټولو د ډیر شرم خبره داده چې امریکایانودموجوده مزدوررژیم په وخت کې په لوګرکې داردوعسکر بمبار کړل، خو اشرف غني هیڅ هم ونه ویل، په کندهارکې امریکایانواربکیان بمبار کړل خو هیڅ دولتي چارواکي افسوس هم پرې ونکړ، همدا وړمه ورځ یې دګرمسیرولسوالۍ پر دولتي قوماندان بمبار وکړخوهیڅ څوک غږ نکوي. دپورتنیوظلمونوښکارشویو کورنیوته څه دلیل لرې څنګه یې حقوق تأمینولی شې؟ مګر هیڅ هم نشې کولی

دا یوازې طالبان دي چې دخپل هیواد، اولس او اسلام نه مضبوطه دفاع کوي او ددې هیواد دهردښمن کږه خوله په سوک سموي.

اشرف غني جانه! داشپږتنه طالب زندانیان چې تا اعدام کړل آیا دابه ډیرمجرم و او که هغه امنیتي ځواکونه به ډیرمجرم چې په غزني کې یې د لوبوپه میدان تنکي ګلالي ماشومان په هاوان وویشتل؟! آیا دابه ډیر مجرم و او که هغه داردوسرتیري به ډیر مجرم و چې په هلمند کې د واده پرکوریې توپونه ورمارش کړل او دناوکۍ په شمول یې له سلو ډیربیګناه هیوادوال شهیدان کړل؟!

آیا دابه ډیر مجرم او که مرادعلي مراد به ډیر مجرم و چې دوې میاشتې وړاندې یې د بغلان په ډنډغوري کې ۱۰۰۰تنه بیګناه هیوادوال ټپیان او ووژل او لسګونه کورونه، جوماتونه او مکتبونه د اردوپه توپونو له ځمکې سره هوار کړل؟

اې دامریکا په لاس کښینول شویونانځکو! داسې مه انګیرئ چې خلک په حقیقتونو خبر ندي هرڅه چې تاسې وایاست هغه به درست حسابوي. اولسونه ویښ دي توراوسپین، ښه او بد دیرښه پیژني ځکه خو د سرپه بیه طالب ته پخپله لمن کې ځای ورکوي، دطالب ملاتړ کوي، طالب تقویه کوي او ورځ تربلې دطالبانو سنګرونه لاپسې غښتلي کوي او ستاسو دزوال شیبې رالنډیږي.

اشرف غني جانه! داهم دطالب دقوت نښه ده چې پخپلوزندانونوکې سلګونه عسکر، پولیس او نورمجرمین ساتي خوبالمثل ستاسو په شان کمزوری اقدام نه کوي بلکې، د مقابلې او مجادلې لپاره ملاتړلي میدان ته درته راځي.

پدې سرخلاص کړه چې که درې لسیزې وړاندې کمونستانو د لکونومجاهدینو په اعدام اووژنو دا غیرتي، شجاع او په دین مین ملت مات نکړـ که په لیلي دښت او دشبرغان زندانونواو کانتینرونوکې دزرګونوطالبانومظلومانه شهادت دطالبانو تحریک کمزوری نکړ، که په تیروڅوارلسوکالو کې دامریکې په شمول ناټواو ګردې نړۍ په ټول توان دا مجاهد اولس ایل نکړ نو ته یې ددې شپږو یا پنځوسووزندانیانو په اعدام نشې ماتولی. ولې برخلاف یې پدې خپلو شوموکړنوصفونه نورهم منظم او مضبوطولی شې، سنګرونه یې غښتلي کولی شې اودځان مرګ ته یې چمتوکولی شې ـ چې ډیر ژر به دې لکه د نجیب په دار راوځړوي او راتلونکي نسلونه به دې په شناختوهم لاړې توکي او لعنت به درباندې وایي.

دا چې کوموټولنواو امریکایي جاسوسانودطالبانو داعدام نارې وهلې او نن پرې خوشحالۍ کوي،ددوی دا بیخونده سپکې خبرې هم دچا نه هیریږي، دا خلک په لوی لاس خپل ځانونه دهلاکت کندې ته غورځوي. په ډاډ سره ویلی شم چې دالله تعالی دلارې د شهیدانو له وینوغازیان او مجاهدین پیدا کیږي او مجاهد کله هم دخپلو ملګرو له انتقام څخه لاس نه اخلي ډیر ژر به دپردیپالو، جاسوسانو، وطن فروشانواو د ډالربنده ګانو دا خوشحالي پداسې ویرونوبدلې شي چې دبیوسۍ او ناهیلیوسره غبرګ به شرمیدلي دالله دربارته ودریږي
ان شاءالله العزیز

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button