ننګرهار: ارګ د ښوونکو د وژنې په تړاو مرګونې چوپتیا ښوودلې

 

عزم (پنج شنبه،۱۹،غویي،۱۳۹۸)

په داسې حال کې چې اشرف غني په کابل کې پر امریکایي مؤسسه د تیرې ورځې برید له ټولو اسلامي اصولو خلاف وباله ، خو لا یې د ننګرهار د تیرې شپې د ویرجنې پیښې په هکله کوم غبرګون نه دی ښوودلی.
د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، تیره شپه د چپرهار ولسوالۍ په اړوند سیمو کې دولت پلوه ځواکونو د خپلو امریکایي ملګرو په ملتیا د ولسي خلکو پر کورونو عملیات تر سره کړي، چې په پایله کې یې د دوو ښوونکو په ګډون ۴ملکي وګړي وژلي او دوه نور يې په ټپي حالت کې له ځانه سره وړي دي.
دغه راز یې هغوی کورونه سوځولي او د سیمې خلکو ته یې درانه مالي ز یانونه ور اړولي دي.

د ننګرهار د والي ویاند هم پیښه کې د ملکیانو د وژل کیدو پخلی کوي خو د نورو جزئیاتو له ورکړې ډډه کوي.

تر اوسه چې له یادې پیښې شاوخوا ۱۲ ساعتونه تیریږي ،د ارګ ویاندویانو یې په هکله هیڅ کوم سپیناوی نه دی کړی او نه یې هم په ځانګړې توګه د ښوونځیو د استادانو په هکله کوم غبرګون ښوودلی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې د ولسي مرګ ژوبلې په تړاو د ارګ دغه چوپتیا په سختو ټکو غندل شوې او د ګډحکومت چارواکو ته پیغور آمیزه خطابونه شوي دي.

د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند لیکلي “ د ښونځیو استاذان، داسې کسان چې لسیزې د ګران وطن بچیان روزلې، تل یې د حکومت ننګه کړي، په امنیتي ځواکونو نازیدلي، سپین ږیری پلار، ځوان ځوی په مرمیو غلبیلوه، ځه ناځوانه دا مرګ خو دې وکړ، سترګي دې په خوار ملت سرې دي، دا د خټو کور ته دې اور ولې ورته کړ؟ د دوی د یتمیانو سرپناه دې ولې وسیځله؟ ستا په زړه کې دې ولس ته څومره کرکه پټه ده، تا کې څومره غوسه ده؟ څومره ددې ولس وینو ته تږی یې؟“

یوه بل فعال شفیع اعظم بیا د ارګ رسنیز فسبوکي ټیم ننګولی او ویلي یې دي “ پرون خو د کابل وير ټولو وژاړه، ځکه د کلي په پرتله د خان، ښار او زورورو وير وو.
خو وګورم نر څوک دی چې نن ننګرهار کې د ځوان ښوونکي او سپينږيري په وير وژاړي. دا وير ځکه د غندلو ندی چې عاملين یې چاپه مار او بمبارۍ والا دي او مقتولین یې کليوال دي نو چې داسې ده خامخا به د ترهګرۍ يا یې د ملاتړ ټاپه خوري او دوی خو پېدا د مرګ او رعب اچونې لپاره وي.“

نوموړي دغه راز ویلي چې له ښکیلو اړخونو ګیله نشته خو په وینا یې چې ګیله له هغه ځوان او لوستي پکار ده چې توپيري چلند یې کاوه. خدای او د ملت سترګو پر ځای یې د حاکمو او زورورو سترګې څارلې او د دوی د مېل مطابق یې غندل او ګنډل کول.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button