لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر پروان ته په یوه علمي سفر روان شوی دی

عزم( سه شنبه، غوایي ۱۹مه، ۱۴۰۲): په دې غونډه کې شیخ ندا محمد ندیم پروان ته د خپل سفر موخه په دغه پوهنتون کې د رهبرۍ او علمي کادرونو ترسره شوي فعالیتونو، شته ستونزو او وړاندیزونو په ګوته کول یاد کړل او ویې ویل، چې تېرو کلونو کې هېوادوالو ډېرې ستونزې زغملي او اوسمهال اسلامي امارت هڅه کوي، چې د خلکو ټولو غوښتنو او ستونزو ته رسېدنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په تدریسي او تحصیلي سېستم کې شفافیت او اخلاص رامنځته شوی دی. ورته مهال د پروان پوهنتون رییس دوکتور محمد عزیز کاظم نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په یاد پوهنتون کې شته ستونزې له شیخ ندا محمد ندیم سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
کاظم د لیلیې او دریو پوهنځیو ودانۍ نشتوالی، جومات، د غونډو تالار او استادانو د اوسېدو لپاره د مناسب ځای نشتوالی په دغه پوهنتون کې اصلي ستونزې یادې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
همدارنګه د دغه پوهنتون علمي مرستیال مولوي عبدالحق حنیف د دغه پوهنتون د علمي شورا په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې دغه شورا به رامنځته کېدونکې ستونزې تر بحث لاندې نیسي او د پالیسۍ سره سم به ورته رسېدنه کوي.
د دې غونډې په پای کې استادانو خبرې وکړې او خپلې ستونزې یې دلوړو زده کړو له رهبرۍ سره شریکې کړې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button