په سمنګان او جوزجان کي سيلابونو ۷ تنه وژلي، لسګونه کورونه یې نړولي

دسمنګان او جوزجان په ولایتونو کي دسيلابونوله امله ۷ تنه وژل شوي او لسګونه کورونه يې ویجاړ کړي دي.
دجوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کي تیره ورځ سيلابونه راوتلي، چي ۶ تنه يې وړي او ۷ کلي يې زیانمن کړي دي.
ددرزاب ولسوالۍ چارواکو ویلي، چي تیره ورځ دولسوالۍ په لاره کي شپږ تنه په یوه موټر کي سپاره وو، چي سيلاب وړي، ویل شوي، چي ددرې تنو جسدونه موندل شوي او درې تنه لااوس هم لادرکه دي، چي پلټني پسې رواني دي.
دسمنګان ولایت په دره صوف بالا، دره صوف پاین، روی دواب او خرم سارباغ ولسوالیو سيلابونو یو تن وژلی او لسګونه کورونه يې نړولي دي.
دسیمي خلکو ویلي، چي دغه سيلابونه تیره روځ په یادو ولسوالیو کي راووتل، چي له امله يې لسګونه کورونه نړيدلي او زیاتي کرنيزي ځمکي يې ویجاړي کړي دي.
راپورونه وایي، چي په سمنګان کي سيلابونو یو تن وړی، چي په بلخ کي يې جسد موندل شوی دی.
عادل خپلواک