کابل کي په ښکاره شراب پلورل کیږي

دکابل په بېلابېلو سیمو کي په ښکاره شراب پلورل کیږي او نشه يي ځوانان او چارواکي يې ورڅخه اخلي.

دپژواک خبري اژانس په دې اړه یو راپور خپورکړی او دکابل په ښار کي دشرابو دخرڅولو په اړه یې شواهد راټول کړي دي.

په راپور کي ویل شوي، چي دکابل ښار ددريمي حوزې په څلورمه کارته او دلسمي امنیتي حوزې په ګلفروشۍ کوڅه کي په ښکاره شراب پلورل کیږي.

په راپور کي دشراب پلورونکو سره هم خبري شوي، هغوی ویلي، چي دوی ځینو شرکتونو، اشخاصو او دحکومت دفترونو ته شراب ورکوي.

دیادوني وړ ده، چي دکابل په ځینو هوټلونواو ريسټورانټونو کي مشتریانو ته دهغوی له غوښتني سره سم شراب ورکول کیږي.

دا یوازي کابل نه دی، چي شراب پکي په ښکاره خرڅیږي، بلکه دهیواد په بېلابېلو ښارونو کي شراب په څرګنده پلورل کیږي او دحکومت له لوري هيڅ ډول بندیز نه پرې لګول کیږي.

ویل کيږي، چي دحکومت لوړ پوړي او ټيټ پوړي ډیری چارواکي په شرابو اموخته دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button