اشرف غني د يوه دولتي پلاوي په مشرۍ روسيې ته لاړ
کابل( عزم: پنچشنبه ،١٨ چنګاښ ٩٤)د افغانستان دګډحکومت مشر محمد اشرف غني د یوه پلاوي په مشرۍ د شانګهای سازمان غړو هېوادونو په غونده کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ.
د راپورونو له مخې اشرف غني او ورسره پلاوی یې نن سهار د روسيې پر لور روان شول.
د شانګهای کنفرانس چې نن او سبا به دوام ولري د بحث وړ موضوع یې افغانستان او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د داعش پر راپیدا راڅرخي.
ویل کېږي، ولسمشر غني به د سفر په ترڅ کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره هم وګوري او دغه راز به د شانګهای د دایمي غړیتوب غوښتنه هم وکړي.
د دې تر څنګ به له خپل روسیې سيال ولادې ميرپوتين سره پر اقتصادي اړیکو او یو لړ نورو موضوعاتو هم خبرې وکړي.
د يادونې وړ ده چې افغانستان اوس مهال د شانګهای سازمان د څارونکي په حیث دی او دایمي غړیتوب یې لا تر اوسه نه دی تر لاسه کړی.
عبداللطيف نظيف