سيد اکبر اغا:حکمتيار ته به دداعش ملګرتيا بدې پايلې ولري

e0792482-1628-4db0-a1a3-d28c00b2c7e2_16x9_600x338

کابل( عزم: پنچشنبه ،١٨ چنګاښ ٩٤)د طالبانو يوه پخواني قوماندان ملا سيد اکبر اغا خبرداری ورکړی دی، که چېرې حکمتيار صبر او حوصله خپله نکړي او د داعش له ملاتړ نه لاس وانخلي، سبا به د ګټې پر ځای له تاوان سره مخ شي.

نوموړي خبري رسنيو سره په مرکه کې ويلي: که څه هم حکمتيار يو مجاهد دی، خو د داعش سره يوځای کيدل به ورته ښې پايلې ونلري.

د اسلامي حزب يوه پخواني قوماندان صالح محمد کندهاري، له رسنيو سره په مرکه کې ويلي: «ښاغلی حکمتيار د روسانو او امريکايانو پر وړاندې جهاد کړی دی او يو نړيوال سياسي شخصيت دی. لويديځوال هره ورځ افغانان وژني له همدې امله اوس هغه وخت رارسيدلی چې داسې ډلې لکه داعش، حزب اسلامي او طالبان په ګډه د دوی پر ضد جګړه وکړي.»

حزب اسلامي تېره اوونۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د طالبانو،شمالي ټلوالې او شورای نظار په اړه خپل نظر څرګند کړی و او يادې درې ډلې يې د حزب اسلامي لومړۍ درجه دښمنان ګڼلي و،او ترڅنګ يې له داعش سره د ملاتړ اعلان هم کړی و.

د يادونې وړ ده چې په هېواد کې سياسي،او ولسي خلک او د حزب اسلامي د ګوند ځينې غړي د حکمتيار په دې وروستي دريځ اندېښمن دي.تېره ورځ په پېښور کې د عزم ويب پاڼې خبريال ته د حزب اسلامي يو غړي د نوم د نه ښودلو په شرط ويلي وو چې په ځای ددې چې حزب له داعش سره  ملاتړ اعلان کړی بايد ددې په ځای یې له طالبانو سره لاس يو کړی وای او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پرخلاف جنګيدلي وای.د حزب ياد مشر دا هم وويل چې که څه هم حزب اسلامي شورای نظار خپل لومړۍ درجه دښمن بولي خو د حزب دننه  داسې غړي شته چې د شورای نظار په ملاتړ د حزب د تخريب پلانونه لري.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button