غزه :  اسرائیل وایی ، دوه وګړي  یې حماس نیولي دي

نن سهار د اسرائیلو عسکري سرچینو تائید کړه چې د تېر ستمبر په ۷مه نیټه یې یو اسرائیلی وګړی د حماس له لوري ، د غزي په تراډه کې نیول شوی دی .

اسرائیلي رسنیو د پوځي سرچینو په حواله ولیکل چې 28 کلن اورهام مانجیستو چې ایتوپیایي الاصله اسرائیلی تبع دی ، تېر کال په غلطۍ له ممنوعه کرښی هغه مهال پوری وتلی چې د اسرائیل او حماس اسلامي غورځنګ د مجاهدینو ترمنځ 50 ورځنۍ جګړه تازه پای ته رسیدلي وه ، نوموړی له پولي اوښتی او هلته د حماس د خلکو له لوري اسیر شوی دی .

د دویم نیول شوي وګړي په اړه یې لا تراوسه جزئیات نه دي ورکړي ، خو دومره ویل شوي چې دوه وګړي یې له حماس سره بندیان دي .  او کوشش به وکړي چې د تبادلې له لاري یې راخوشي کړي .

د حماس د مجاهدینو له لوري تراوسه په دې اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودل شوی .

ایمل پاڅون

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button