نامتو ديني عالم شيخ الحديث قاضي محمد امين وفات شو

11541999_1457049387946325_122597000504384849_n (1)

پېښور ( عزم: پنچشنبه ،١٨ چنګاښ ٩٤) د پاکستان دخيبر پښتونخوا نامتو دينې عالم او د دارالعلوم امدادالعلوم استاد شيخ الحديث مولانا قاضي محمد امين بيګا شپه له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
د نوموړي جنازه نن سهار نهه بجې د پېښور په حيات اباد کې د دار العلوم امداد العلوم استاد شيخ الحديث مولانا الطاف الرحمن په امامت کې وشوه چې په کې ګڼ شمېر شيخانو،علماء کرامو،طالبانو،او د قاضي صيب شادګرادنو ګډون کړی و.
شيخ الحدث حضرت مولانا دخيبرپښتونخوا يو له سترو علماء کرامو څخه و چې د پاکستان په  جامعه اسلاميه راحت اباد، جامعه دارالفرقان او جامعه امدادالعلوم په ګډون يې  ګڼ شمېر نورو مدرسو کې د شيخ الحديث په حيث ددينې زده کړو طالبانو ته په کالونو کالونو درسونه ويلي دي.
قاضي محمد امين د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د مرادن د ولسوالۍ د رستم د سيمې اوسېدونکی و چې فی الحال د پېښور په حيات اباد کې اوسېده،نوموړی د شاوخوا ۷۵ کالونو په عمر له دې نړۍ څخه سترګې پتې کړې چې جسد يې نن سهار په حيات اباد کې د زرګونو دوستانو،خواخوږو او شاګردانو د ژړاګانو په بدرګه خاورو ته وسپارل شوه.
انا لله وانا اليه راجعون

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button