د روژې یوویشتمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

متدینو دوستانو ، د مبارکی روژې دوې لسیزی تیری سوې چی لومړنۍ د رحمت او دوهمه د مغفرت وه . نن د روژې مبارکی درېیمه لسیزه پیل سوه چی له دوږخه د نجات عشره ده . ښه به دا وی چی ( اللهم اجرنی مِن النار ) او نور تسبیحات ووایو او د خدای څخه د جنت طلب وکړو . ځکه دا د لیلة القدر لسیزه ده .

رسول الله (ص) فرمایلی دي چی زما امت ته د روژې په هکله پنځه داسی شیان ورکول سوي دي چی پخوا نورو امتونو ته نه وو ورکول سوي :

لومړی ـ د خولې بد بویی یې د الله له پاره تر مشکو هم د خوښۍ وړ ده ؛

دوهم ـ د هغوی له پاره آن تر ماهیانو پوری لا هر څه دعاوی کوی او هغه تر روژه ماتې پوری کوی ؛

درېیم ـ جنت هره ورځ د دوی له پاره سمیږی او الله ورته فرمایی چی ژر به زما بنده ( د د نیا ) مشقتونه پر ځان تیر کړی او تا ته به راسی ؛

څلورم ـ شیطان ورڅخه قید سوی دی تر څو هغسی بدیو ته یې نه بوزی چی په غیر رمضان کی به یې بیویً ؛

پنځم ـ د روژې په آخري شپه به د روژه لرونکو له پاره مغفرت کیږی .

اصحابو ورڅخه وپوښتل چی آیا د وروستۍ شپې څخه مطلب د لیلة القدر شپه ده ؟ ویې فرمایل چی یا ، بلکی دستور دا دی چی مزدور ته اجوره د کار تر ختمیدو وروسته ورکول کیږی . نو لطفأ یوویشتمه تحفه ولولیً او ځوابونه راولیږئ ، خو د ټولو برخو ځوابونه به انشاالله د مبارکی روژې تر ختمېدو وروسته خپاره سی . والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

 

پوښتنی :

۱ ـ د اصحاب کهف معنی څه ده ؟

۲ ـ په قرآنکریم کی یوازینی ځای چی الله تعالی د رسول الله (ص) غوښتنه رد کړه چیری دی ؟

۳ ـ په سورهً طه کی د کوم پیغمبر نوم ډیر ذکر سوی دی ؟

۴ ـ الله تعالی په سورهً الانبیأ کی رسول الله (ص) په کوم لقب سره یاد کړی دی ؟

۵ ـ د اصحاب کهف د ۳۰۹ کالو د بیده کېدو خبره په کوم آیت کی ذکر سوې ده ؟

۶ ـ د رسول الله (ص) لومړنۍ غزا کومه یوه ده ؟

الف : رابغ ؛

ب : ودان ؛

ج : بدالاولی ؛

د : بدر .

۷ ـ د بدر د غزا داستان په کوم سورت کی راغلی دی ؟

الف : الانفال ؛

ب : البقره ؛

ج : المایًده ؛

د : التوبه .

۸ ـ که د لمبېدو پر مهال سهوأ په ستونی کی اوبه ولاړی سی نو ؟

الف : روژه ماتیږی او باید قضایی راوګرځوی ؛

ب : روژه یې نه ماتیږی ؛

ج : ماتیږی او قضایی او کفاره دواړه باید ادا کړی ؛

د : صرف کفاره لازمه ده .

۹ ـ که روژه لرونکی په خبرتیا سره جماع وکړی نو ؟

الف : قضایی او کفاره دواړه لازم دي ؛

ب : یوازی قضایی لازمه ده ؛

ج : صرف کفاره لازمه ده ؛

د : یوازی د هماغه ورځی روژه باید ونیسي .

۱۰ ـ د قیامت په ورځ چی تر څو فیصله نه وی سوې نو د کومو خلکو په غاړه کی به اووه مځکی د طوق په شان ور لوېدلي وی ؟

الف : د زکات نه ادا کونکو په غاړه کی ؛

ب : د مځکی د غاصبینو په غاړه کی ؛

ج : د لمونځ نه کونکو په غاړه کی ؛

د : د قاتلانو په غاړه کی .

او دا هم د نن زرین اصل : روایت دی چی قرآن یوه داسی کړکۍ ده چی له هغه څخه موږ بله دنیا هم لیدلای سو .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button